د راشد ارمان !؟ نقيب احمد اتل
په لوبغالي کې د پښې ايښودو ځای نه شته، زرګونه نندارچيانو له وړاندې ټکټونه پېرلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هم زرګونه مينه وال د لوبې نندارې ته ناست دي، سيالي ستونزمن پړاو ته ځي، لوبډلمشر د توپ اچونې لپاره يوه زلمي ته د لاس په ښورولو اشاره کوي، په ونه دنګ او غنمرنګ يو ارمانجن ځوان له خپلو ډېرو ارمانونو سره په ماتو او لړزنده ګامونو د ويشتنځي پر خوا روان دی، هغه له ډېر سخت حالت سره مخ دی، ځکه چې هغه پورې د زرګونه خلکو هيلې او ارمانونه تړلي، هغه په زړه کې د خپل ځان او خپل ولس لپاره له خدايه د برياوو دعاګانې غواړي.
په لومړي اور کې يې ويکټ واخيسته، په لوبغالي کې د نندارچيانو شور – زوږ او های هوی شو ! د لوبې وياند په انګليسي ژبه وايي : Rashid khan from afghanistan, he is a talent
هو ! راشد خان يو ښه استعداد دی، د کرکټ ويندويان او شناندي راشد خان يوازې د يوه افغان په توګه پېژني؛ مګر په دې نه دي خبر چې دا اتل د جګړه ځپلې او په وينو سرې شوې ځمکې يو لوغړن ګلاب دی، د داسې يوې ځمکې چې هره ورځ پکې دده عزيزان ( شينواري ) د مرګونو د نا اشنا پېښو شاهدان وي، دا پېښې په خپل ډول کې ډېرې نادرې او بوږنوونکې دي. راشد په نړيوالو لوبو کې لوبېږي؛ خو دده په سيمه کې لوبو ته اجازه نه شته او کرکټ خو بيا يوه ډېره سخته او کبيره ګناه ده، دا ګناه د راشد د سيمې يوه ځوان کړې وه، چې وسله والو يې په خوله کې يوه شپه او يوه ورځ د کرکټ ټينس توپ ورکړی و، د هغه عصبي رشتې اوس له کاره لوېدلي او سمې خبرې نه شي کولای !
په بل ځای کې بيا د يوه جومات ملا امام د درس پر وخت خپل شاګردان وهلي ټکولي او پر هغوی يې توبه ايستلې، چې نور به کرکټ نه کوي ! د راشد سيمه وال هره ورځ د ډانګ او پړانګ تر منځ راګير دي، د هغه په پلرني ټاټوبي کې کوچنيان د کتاب، قلم او ښوونځي له خواږه نعمته هم بې برخې شوي دي !
دده په سيمه کې يو مسلمان د بل مسلمان له ډاره د خدای ( ج ) کاله ته د لمانځه لپاره نه شي تلای ! دده زرګونه عزيزان د مرګ او ژوبلې له وېرې نورو سيمو ته کډه شوي او د بېوزلۍ بدې ورځې تېروي. د راشد خان په پلرنۍ سيمه کې برېښنا او تلويزيون نه شته، خو له دې ټولو بدبختيو سره سره يې په سيمه کې پاتې استوګن FM راډيو ته زنګ وهي او پوښتنه کوي، چې راشد څو ويکټې واخيستې؟ دوی د خپل راشد په برياوو خوشالېږي او هغه ته لپې لپې دعاګانې کوي.
راشد د خپل ځپل شوي ولس د ښه راتلونکي لپاره شېبې شمېري، خو د مادياتو په هوس کې ځينې ډوب شوي بيا دده څلور سوه لکه سرمايه شمېري ! دا اتل د داسې يوه هېواد وګړی دی چې سر او سرمايه دواړه يې په خطر کې دي.
راشد په دويم اور کې پر لوبڅار اپيل وکړ او هغه د توپ وهونکي د سوځېدو لپاره سر وښوراوه، په لوبغالي بيا شور او هلهلې شوې. ده په نړۍ کې د پښتو هغه لرغونې حماسه بيا را ژوندۍ کړه چې :
زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته ـ پر هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته
بل پر زابل نسته ـ له ما اتل نسته
راشد نړيوالو ته يو ځل بيا خپله اتلولي وښوده، له خوښۍ نه يې د شهادت ګوته اسمان ته نيولې؛ خو دی په زړه کې ناخوښه دی، ځکه چې د شهادت په همدې ګوته هره ورځ دده پر خوار ولس د ټوپکو شپېلۍ چلېږي ! د د هغه په څېره کې معصوميت له ورايه ښکاري ،دی په زړه کې د خپل ولس پر مظلوميت او مجبوريت ژاړي، ددې اتل د ژوند تر شا د ويرجن ژوندانه بلا داستانونه پټ دي، دده په زړه کې د خپل ټوټه شوي هېواد د رغېدو ګڼ ارمانونه پراته دي.
هو راشد يو ارمان دی، د جګړه ځپلي ولس او افغانستان ارمان ؛ خو يو ودان او سر لوړی افغانستان بيا د راشد ارمان دی.