راشد، نبي او د حيدراباد چکر/ ليکوال: نجيب الله آزاد

راشد: نبي لالا حيدر اباد سن رايزرس ته خو مو ور وګټله، راځه چې اوس يو څه حيدراباد وهم وينو!
نبي: ولا زما هم زړه و، هسې هم لس ورځې وروسته بايد د دېوانو ملک ته ولاړ سو، دوې ورځې به يو څه حيدراباد ووينو بيا به يوه هفته کور تېره کړو او بيا به مخ د دېوانو په لور ولاړ سو…ههههه

راشد، د دېوانو وطن!هههههه ياره نبي لالا سخت نوم دې په اېښی.

راشد او نبي په ټکسي کې مخ پر چرمينار روان شول، دا مهال د شپې نهه بجې دې، ټيکسي د بنجاره هېلز          پر څلورلارې د ټرافيک له سرې اېشارې څخه سرغړونه وکړه او ځای پر ځای ټرافيک پوليس د پيري په څېر راپيدا شو.

ټرافيک: سترګې دې نه شته؟ ډاکومېنټس (اسناد) دې راکړه!

ډراېور: سر پته هی نہیں چلا، سوری اگے سے دیھان رہے گا (ښاغلې وبښئ هيڅ مې پام نه و، بيا به نه تکرارېږي).

Nabi and Rashidټرافيک: میں نے کہا ڈاکومینٹس دے اور منہ بند رکھ ( خوله بنده کړه او اسناد راکړه)

په همدې حال کې یې سترګې د شا پر سيت په ناستو دوو ښکلو ځوانانو ولګېدې.

ټرافيک: خان صاحب آپ راشد خان ہو نا، او مای گاڈ، میری تو قسمت کھمل گئی ( خان صاحب ته راشد خان یې کنه، او زما خدايه زما خو بخت کار وکړ).

مخکې له دې چې راشد او يا هم نبي د هو او نا ځواب ورکړي ټرافيک موبايل له جېبه را ويست او يو چاته یې زنګ ورکړ، د ټرافيک له خبرو داسې ښکاره شوه چې ټرافيک له خپلې وړې لور سره غږېږي.

ټرافيک، لورې، بګوان (خدای) ستا ارمان پوره کړ هغه ستا د خوښې خان لوبغاړی راشد خان همدا شېبه زما په مخته ناست دی، لورې وایه څه ورته ووایم؟

ټرافيک لا په ټيليفون بوخت و چې پر سړک د سلګونو موټرو هارنونه شول.

ټرافيک: نن که خپله دنده هم له لاسه ورکړم نو پروا یې نه لرم، په هر حال ښاغلې (موټروان ته) لطفاً موټر مو څنګه ته کړئ دا نور که ځي که ټکر کېږي ای ډونټ کیر (پروا یې نه لرم) بس دا خانان مې دوې دقيقې په کار دي او ته هم له جريمې خلا ص یې.

موټر څنګ ته شو، ټرفيک دواړو خانانو ته وويل زما د ۱۳ کالونو يوه شاپېرۍ لور ده او د راشد خان سخته فېن (مينه واله) ده، هغه بله ورځ چې تاسو (راشدخانه) لوبه کوله، زما لور ماته وويل، پېتا جي دا خو کټ مټ زموږ په شان دی، خلک ولې وایي چې دا خان د افغانستان دی؟

مال، زویه دا کله زموږ په شان دی، ته یې نه وينې تک سپین ښايیسته شاهزاده دی او ستا پلار په رنګ غنم رنګ او يا هم تور دی، لور مې راته کړل، پېتا جي، د رنګ خبره نه کوم، هغسې خو زما مور هم تر تاسو ډېره سپینه ده، زه د ده د سترګو، د موسکا او د ټول حرکات خبرې کوم، دی خو زموږ په شان مينه ناک او معصوم دی، خلک خو وایي چې د افغانستان خلک جګړې کوې، وينې تویېوي، فساد کوي، بيا خو دی افغان نه دی دا خو د حيدراباد دی. نه، لورې، د افغانستان ټول خلک همداسې دي لکه راشد خان او ته، بس هغه خو يو څو قصابان دي لکه لسيزې وړاندې چې دلته هم وو.

ښه پلاره، نو که چېرې تا راشد خان وليد، لطفاً له هغه څه زما له پاره اټوګراف (د لاس ليک) واخله، او يو انځور هم ورسره واخله زه مې ټولګيوالو ته هم ورښيم. اما زويه زما ټيلیفون خوکامره نه لري، پېتا جي نو تاسو زما سمارټ فون تر هغو درسره وساتئ تر څو چې راشد خان په هند کې دی، نه ويل کېږي که په مخه درغی.

راشد او نبی د ټرافيک سره څو يادګاري انځورونو واخيستل او د هغې د شاهزادګۍ له پاره یې له مينې ډک اټوګرافس ورکړل.

د راشد او نبی دوه ورځنی چکر هم پای ته ورسېد او خپل هيواد ته را ستانه شول. لومړی شپه یې د خپلو کورنيو سره ولمانځله خو د سبا ماښامنۍ ډوډۍ له پاره د رييس احمدزي د کور مېلمانه شول.

نبي موټر چلوي او راشد ورسره د مخ په سيټ کې ناست دی چې د شيرپور او قلعه فتح الله په چېک پوسټ د پوليس له لوري ودرول شول.

پوليس: چراغت را روشن کو

نبی څراغ ولګاوه.

پوليس: از کجا آمدین و کجا میرويد؟

نبی: از کارته نو و به خانی دوستم به قلعه فتح الله به مهمانی میرویم.

پوليس: چی کاره هستين؟

نبی: اسم من نبی او این برادرم راشدخان هست، ورزشکار هستیم.

پوليس: ورزش کار، خو، یعنی، میزنی مارا!!

نبی: نخیر صاحب، ما بازی کنندگان کرکت هستیم، این راشد خان هست که سه روز قبل دست آوردهای بزرگ برای افغانستان اورد و تمام جهان ازش استقبال کرد.

پوليس: کرکت مرکتت را بان، سلاح داری يا نی؟

راشد: نبي لالا دا  کس مو ولې دومره په تنګوي؟

پوليس: خه دا خو پختانه ییې کنه مړه، هلکه لکه چې مشرقيوال یې، زه هم د سرخرود یم، مړه دا کرکټ مرکټ خوشې کېسې پرېږدئ، ټول ماشومان مو راله بې لارې کړل، راشئ مونږ شانتې په پوليسو کې خدمت وکړئ، وطن جوړ کړئ، هسې مو په بيستو کې سر دی.

نبي: سمه ده وروه، مونږ به هم پوليسو ته راشو، ان شاءالله

پوليس: زه په مخه مو ګلونه، خو ګوره که سه مشکل کې راګېر شوی نو  دا زما لمبر درسره واخلئ رور مو په خذمت کې دی. زئ وچلېږئ.

نبي: راشد خانه، افغانان اوس هم په دې اند دي چې زه او ته په بهرني هيوادونو کې د افغانستان د سولې، فرهنګ او ادب سفيران يو، زه او ته بايد دا ومنو چې موږ اصلاً په افغانستان کې د سولې، ورورولي، فرهنګ او ادب سفيران يو، زه او ته بايد دا ومنو چې زه او ته کرکټرز نه يو بلکې په دې هڅه کې يو چې خپل زامن کرکټرز کړو.

راشد خان: نبي لالا زه خو دې يو وار واده وکړم بيا به له زامنو کرکټرز جوړ کړم.هههههههههههههه

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *