اصغر ستانکزی که نجيب ځدران؟ / عبدالحق سمون

افغان کرکټ بورډ په دې وروستيو کې د هند کرکټ غوره ليګ سياليو (IPL) لپاره د افغان لوبغاړو يو نوملړ خپور کړ، چې له مخې به يې محمد شهزاد، محمد نبي، راشد خان، اصغر ستانکزی او دولت ځدران په يادو لوبو کې د لوبېدلو په موخه بولۍ ته وړاندې شي. د يادونې وړ ده چې د دويمې درجې هېوادونو له ډلې شپږ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي، چې له نېکه مرغه پنځه يې افغان او پاتې يو (چيراګ سوري) يې له اماراتو څخه دی.

په لومړيو کې داسې برېښېده چې پياوړی افغان لوبغاړی نجيب ځدران به هم ياد نوملړ کې ځای خپل کړي، خو له بده مرغه وروستي نوملړ دا په ډاګه کړه چې د نجيب ځای اصغر نيولی!

په IPL کې به د شهزاد او نبي لوبېدل حيرانوونکې خبره نه وي؛ دا ځکه چې له دې وړاندې محمد نبي او شهزاد د بنګله دېش غوره ليګ (BPL) او پاکستان سوپر ليګ (PSL) سياليو کې بېساری لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي. شهزاد او نبي د خپلو تجارتي لوبډلو لپاره د ملاتير لوبغاړو په توګه لوبې کړي دي او په زياترو لوبو کې د ښه ځلېدو له کبله يې خپلي لوبډلې بريا ته رسولې دي.

د راشد خان په څېر لوبغاړي به ډېرو کمو هېوادونو پنځولي وي. راشد له 19 کلنو لوبډلې څخه په يوه فرصت ملي لوبډله کې خپل ځای د تل لپاره داسې سېمټي کړ، چې بديل به يې افغان لوبډلې ته کلونه وخت ونيسي. راشد خان د توپ اچولو ترڅنګ کله کله په زړه پورې توپ وهنه هم کوي، چې له شپږيزو او څلوريزو ډکه وي. همدا د راشد خان بل مثبت ټکی دی، چې ښايي هره لوبډله د نوموړي په څېر آلرونډر ته زړه ښه کړي.

دولت ښه توپ اچوونکی دی، وېکټ اخېستونکی او ملګرتيا ماتوونکی لوبغاړی دی، خو د پراخو او اضافي توپونو کولو له کبله يې تل د بال کولو اقتصاد ته زيان اړولی دی.

هر لوبغاړی ښې او بدې لري، دلته غواړم دا وڅېړم چې د افغان کرکټ بورډ له خوا په ياد نوملړ کې اصغر ستانکزی ښه و او که نجيب ځدران؟

زه ډاډه يم که د جنورۍ مياشتې هغه شپږيزه چې نجيب ځدران د متحده اماراتو پر خلاف په ځمکه غورځېدلي حالت کې وهلې وه، د IPL لوبډلو مشران وګوري، نو پر نوموړي به په بولۍ وهلو ستړي شي!

نجيب ځدران کمې پنځوسيزې لري او يوازينی علت يې همدا دی چې نوموړی د لوبې په وروستيو وختونو کې ميدان ته راووځي. دا داسې وخت وي چې له يوې خوا کم اوورونه پاتې وي او له بلې خوا په لوبډله زيات فشار وي، نو طبيعي خبره ده چې په داسې حالت کې د وېکټې ساتل او توپونه پرېښودل (مېس کول) نه کېږي، يا شپږيزې، څلوريزې او يا هم وېکټه ورکول. خو نجيب ځدران په زياتره لوبو کې زمونږ د تمې خلاف په کمو توپونو هم ښې منډې جوړې کړي دي او هم تر پايه ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

زه ډاډه يم که ناپلوی قضاوت وشي، نجيب ځدران په 20 اووريزو لوبو له نبي، شهزاد او راشد هم ورهاخوا ښه لوبغاړی دی. له همدې کبله ښه به وه، چې نوموړي د افغان کرکټ بورډ له خوا IPL ته په ټاکل شوي نوملړ کې د اصغر ځای نيولی وای. دا ځکه چې د نجيب ځدران وروستيو لوبو ټول نړيوال حيران کړي دي، حتی د اماراتو پر خلاف هغه مشهوره شپږيزه خو يې د نړۍ تر ټولو ښې شپږيزې په موخه، رايه اچونې ته هم وړاندې شوې وه. که چېرې نجيب ځدران په ياد نوملړ کې ځای موندلی وای، زما په اند داسې کم دلايل به وای چې نوموړی يې په IPL کې له لوبېدو را ايسار کړی وای.

نجيب ځدران په نړيواله کچه په شل اووريزو لوبو کې له اسټراليايي ګلېن مکسوېل راورسته تر ټولو ښه (تقريباً 151) سټرايک رېټ لري، چې دا د افغانستان لپاره يو بل په زړه پورې رېکارډ شمېرل کېږي.

همداشان 38.02 اوسط د نجيب ځدران بله ښه لاسته راوړنه ده، چې  IPLبه د نوموړي لوبېدو لپاره مرسته وکړي. که نجيب ځدران د هغه توپ وهونکي ځای پرخلاف لکه چې اوس لوبېږي، ميدان ته راووځي، نو په خپله طبيعي بې ډاره بريدګره لوبه به هم ښې منډې او هم چټکې پنځوسيزې جوړې کړي.

نجيب ځدران په نړيواله کچه دويم ښه سټرايک رېټ لري

اصغر ستانکزی د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د افغانستان لپاره يو رېکارډ جوړوونکی لوبډلمشر دی، خو په دې رېکارډونو کې د نوموړي ونډه په هيڅ حساب ده. يانې د افغانستان په بريا کې د نوموړي ونډه يوازې د لوبډلمشرۍ تر بريده ده، په توپ وهنه، ډګر ساتنه او نورو برخو کې يې پيکه لوبه کړې ده. په توله کې نوموړی د نورو هېوادونو د لوبډلمشرانو سره هيڅ د پرتلې وړ نه دی. مونږ د اصغر ستانکزي هغه لوبه بيا ونه ليدله چې نوموړي د سميع الله شينواري په ملګرتيا په 2014 آسيا کپ کې، بنګله دېشيان په خپل کور کې مات کړل. هغه مهال او له هغې وړاندې هيچا هم داسې فکر نه کولو چې اصغر به يو وخت داسې لوبغاړی کېږي، چې په ملي لوبډله کې به د نوموړي شتون د هغه په مينه والو يو بوج وي.

د ملي لوبډلې د رامنځته کېدو وختونو راهيسې زما د خوښې لوبغاړی اصغر ستانکزی و. د اصغر ستانکزي هغه 66 منډې چې په 2012 کال کې يې د اسټراليا پر خلاف په يوازينۍ 50 اووريزه لوبه کې کړې وې، هيڅکله نه هېرېږي.

خو اصغر ستانکزی په دې وروستيو کې په داسې يو لټ لوبغاړي او لوبډلمشر بدل شوی، چې هم يې بدلول ناشوني دي او هم يې له لوبډلې ويستل!

اصغر ستانکزی په شل اووريزو لوبو کې ډېر ټيټ (106.61) سټرايک رېټ لري، چې په دې سټرايک رېټ سره يوازې توپ اچوونکي کولای شي IPL کې ځای ومومي، نه توپ وهونکي. پر دې سربېره د يوه توپ وهونکي لوبډلمشر په توګه د اصغر اوسط (23.02) د نجيب ځدران له اوسط (38.12) سره زمکه او اسمان توپير لري. که په پټو سترګو واخېستل شي، جلا خبره ده، خو زه فکر نه کوم چې اصغر ستانکزی دې په خپلو بېخونده لوبو، د IPL لوبډلو د مشرانو پام ځانته راواړوي. يوازينی شی چې ښايي د هغوی پام ځانته راواړوي، د افغانستان کرکټ لوبډلې پرله پسې برياوې به وي، چې د اصغر په لوبډلمشرۍ کې يې ترلاسه کړي دي.

د افغان لوبغاړو له ډلې اصغر ستانکزی خراب سټرايک رېټ لري

د يادونې وړ ده چې د روانې فبرورۍ مياشتې په 20 نېټه د IPL سياليو لپاره د لوبغاړو اخېستنې بولي پيل کېږي، وبه کتل شي چې د دوی له ډلې څوک اخېستل کېږي؟

که سږکال IPL کې افغان لوبغاړي واخېستل شي، نو نوموړې لوبې به له پخوا نورې هم زړه راښکونکي شي.

د ټولو افغان لوبغاړو د لوبېدو په تمه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *