افغانستان به له آیرلنډ سره په هند کې سیالۍ وکړي

تاند – د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکي لالچند راجپوت څرګنده کړه چې هند به راتلونکې میاشت د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د یو لړ مسابقو یا لوبلړۍ کوربه وي.

ښاغلي راجپوت (دیکان کرونیکل) ویبپاڼې ته په مرکه کې وویل«موږ راتلونکې میاشت د هند په ګرېټر نویدا (Greater Noida) لوبغالي کې له آیرلنډ سره ۳ شل اووریزې، ۵ یو ورځینۍ او یوه څلور ورځینۍ سیالي کوو.

د کرکټ نړیوالې شورا په وروستیو کې د هند ګرېټر نویدا لوبغالی د نړیوالو سیالیو لپاره منظور یا تصویب کړ.

په دې سیالیو کې به د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی فلیپ سیمنز، چې یوه موده د آیرلنډ سرروزونکی و، د افغان ټیم د باولینګ سلاکار وي.

راجپوت وویل «موږ غوښتل چې د سریلانکا پخوانی پېس باولر چمیندا واس زموږ د باولینګ روزونکی وي خو بالاخره مو سیمینز خوښ کړ.»

۴۴ کلن واس په درې ډوله کرکټ سیالیو کې ۷۰۰ ویکټونه اخیستي او د سریلانکا او آیرلنډ له لوبډلو سره یې د باولینګ په برخو کې کار کړی دی.

One thought on “افغانستان به له آیرلنډ سره په هند کې سیالۍ وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *