شل اووریزې نړیوالې سیالۍ ۲۰۰ ملیونه خلک ویني

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ، چې په هند کې کېږي، د نړۍ په ۲۰۰ هیوادونو کې تر دوه ملیارده زیات خلک ګوري.

د هلکانو او نجونو دا ۴۸ مسابقې سټار سپورټس او شریکې شبکې یې خپروي.

افغانستان په لومړي ګروپ کې له سریلانکا، انګلیستان، ویست انډیز او جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي.

هند، پاکستان، بنګله دېش، نیوزیلنډ او استرالیا په دوهم ګروپ کې دي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به د پنجشنبې په ورځ /مارچ اوولسمه/ له سریلانکا سره وي.

د سریلانکا تر ټولو تکړه یا خطرناک لوبغاړی لاسیت مالینګه دی.

سریلانکا په خپل دغه فاست یا تېز باولر پوري ډېرې هیلې غوټه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *