د کرکټ نړیوالې شورا سږنۍ کلنۍ غونډه د نورو کلونو په پرتله خورا ګټوره وه
کرکټ بورډ –
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غوڼده کې ګډون درلود. د غونډې د اجنډا له مخې په ټاکل شویو ناستو کې د ګډون ترڅنګ، د کرکټ بورډ مسئولینو د کرکټ نړیوالې شورا له مشرتابه او د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو د کرکټ له مسئولینو سره هم ناستې درلودلې چې بشپړ راپور یې لاندې ډول دی.
د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه
دغه غونډه د نورو کلونو په پرتله، په ځانګړي ډول د دوهمې درجې او دریمې درجې غړیتوب لرونکو هیوادونو لپاره خورا ګټوره وه.د غونډې په ترڅ کې عمده تمرکز د نړۍ په کچه د کرکټ په مخکښ کولو وو .
د غونډې په لومړۍ ورځ د دوهمې او دریمې درجې غړیتوب لرونکو هیوادونو ترمنځ عمومي ناسته وشوه. په دې ناستهچې د کرکټ نړیوالې شورا عمومي رئیس، اجراییوي رئیس، د کرکټ نړیوالې شورا دفتر کې د دوهمې او دریمې درجې هیوادونو عمومي رئیس او د ۴۴ هیوادونو غړو ګډون درلود، په عمومي ډول د دوهمې او دریمې درجې غړیتوب لرونکو هیوادونو پر ستونزو خبرې وشوې. همدارنګه د بشپړغړیتوب ترلاسه کولو پر څرنګوالي هم هر اړخیز بحث وشو. د یادونې وړ ده چې، د ناستې په هر بحث کې د افغانستان کرکټ د یو غوره مثال په توګه ګډونوالو هیوادونو ته په مکرر ډول یادیدهاو ټولو وییل چې افغانستان او ایرلنډ باید د غوره لاسته راوړنو او پیاوړي اداري جوړښت له امله د بشپړ غړیتوب په لور بوځو تر څو نورو هیوادونو ته هم د پرمختګ زمینه مساعده شي.
د کرکټ نړیوالې شورا نویعمومي رئیس ششانک منوهر د لسو هیوادونو ترڅنګ نورو هیوادونو ته هم د حق ورکړې په برخه کې خورا مرستندوی وو، په ځانګړي ډول د هغه هیوادونو په حق کې چې په هره برخه کې ځانګړې وړتیاوې ښیيلکه افغانستان او ایرلنډ. په دې غونډه کې د دیارلسو هیوادونو لپاره د یو ورځینیو سیالیو لیګ او د ټیسټ د دوه برخو لرونکي لیګ پروپوزل هم تشریح شو. دغه پروپوزل به په را روانه اکتوبر میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ غړو ته د منظورۍ (تایید) لپاره وړاندې کیږي.
په دویمه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا یو کلنو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته د معلوماتو ورکړې په موخه سیمینار چمتو شوی وو. په دې سیمینار کې د بازارموندنې او د کرکټ ودې لپاره ځانګړې کړنلار هم تر بحث لاندې ونیول شوه.
په دریمه ورځ عمومي غونډه ترسره شوه چې بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو هم په کې ونډه درلودله. په دغه غونډه کې د لومړۍ ورځې د غونډې مواردو سربیره د کرکټ له نړیوالې شورا سره د نیپال کرکټ ادارې غړیتوب د هغه هیواد د سیاسي لاسوهنو له امله معطل کړای شو. همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو غړیتوب هم د داخلي ستونزو له امله معطل شو. سربیره پردې، د کرکټ نړیوالې شورا په اساسنامه کې د تغیر راوستلو په اړه هم خبرې اترې وشوې.
په څلورمه ورځ د کرکټ آسیایي شورا غړو ترمنځ غونډه وه. د غونډې موخه د آسیا په کچه د کرکټ پر پرمختګ او بیاځلې د کرکټ آسیایي شورا په پښو درولو په اړه بحث وشو. په دغه برخه کې د پرمختیایي پروګرامونو پر پیل پریکړه وشوه اود روان کال په دسمبر کې به د نولس کلنو آسیا جام سیالۍ ترسره شي.
ناستې
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او اجراییوي رئیس د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې ګټور ناستې هم درلودلې چې لنډ راپور یې لاندې وړاندې کیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا له عمومي رئیس ششانک منوهر سره ناسته: په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي وضعیت، له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د سیالیو په برابرولو کې ننګونې، د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو او بودیجې په اړه خبرې وشوې. ششانک د تاریخي لاسته راوړنو له امله د افغانستان کرکټ بورډ ستاینه وکړه او د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې یې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه. هیره دې نه وي چې، د افغانستان کرکټ بورډ مسئولین به له ششانک منوهر سرهراتلونکې ناستې ډیر ژر په دوبۍ کې ترسره کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا له اجراییه رئیس ډیویډ ریچرډسن، عمومي مدیر جیف ایلیرډایس او پرمختیایي چارو مشر انډي هبز سره ناسته: په دغه ځانګړې ناسته کې د افغانستان کرکټ عمومي انځور، د پرمختیایي چارو لړۍ، اوسنۍ وضعیت چې د پخوا په پرتله خورا غښتلی دی، د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره د سیالیو برابرولو پر وړاندې عمومي او بودیجوي ننګونې، د کال په آخر کې د لسو میدانونودرلودلو، د افغانستان کرکټ پرمختیایي اړخ لکه د لوبغاړو، روزونکو،لوبڅارانو او کیوریټر پرمختیا، اداري غښتلتیا، د بودیجې ډیرښت، د کورني کرکټ په برخه کې له نوښتونو سره د اغیزمنو تدابیرو نیونې، د پرمختیایي او الف لوبډلې پرمختیایي پلان او ګڼ شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې وشوې.
د کرکټ نړیوالې شورا کلیدي غړو د افغانستان کرکټ له روان بهیر څخه رضایت وښود او دغه اداره یې یوه غښتلې اداره وبلله. دوی په ځانګړو مواردو کې د افغانستان له لوري د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د اضافي بودیجي غوښتنې په صورت کې ددوی له لوري د ممکنه ملاتړ څرګندونې کړې او ویې ویل چې، کومې نتیجي چې افغان لوبډلې په خورا کمه موده کې ورکړې دي،لامل یې یو مسلکي پلان او روان کاري سیستم دی.
د هندوستان کرکټ له عمومي مشر انوراګ ټاکور سره ناسته: په دغه ناسته کې د افغانستان او هندوستان کرکټ اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. سربیره پردې، د ناستې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري هغه هوکړه لیک چې هر اړخیز موارد په کې ذکر شوي دي، د هندوستان کرکټ عمومي مشر ته د لاسلیک لپاره وړاندې شو.
د اسټرلیا او نیوزیلنډ مشرانو سره ناسته: په دغه ناسته کې د ۲۰۱۷ کال په فیبروري کې اسټرلیا ته د افغانستان ملي او یا انکشافی لوبډلې سفر په اړه د پخوانیو خبرو په دوام خبرې اترې وشوې.
د ویسټ انډیز کرکټ له مسئولینو سره ناسته: په دغه ناسته کې د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په ترڅ کې د سیالیو لړۍ نهایي کولو په اړه خبرې وشوې چې ډیر ژر به هوکړه لیک د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي.
د بنګله دیش کرکټ بورډ له مشرانو سره ناسته: په دې ناسته کې د افغانستان او بنګله دیش مسئولینو په هغه ګډه ستونزه (د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د سیالیو مهالویش) چې دواړه هیوادونه ورسره مخ دي خبرې اترې وشوې. په ناسته کې دواړو لوریو د خپلو ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو د تنظیم ژمنې وکړې چې نیټې به یې د نهایي کیدو په صورت کې اعلان شي.
د پاکستان کرکټ له مسئولینو سره ناسته: په دغه ناسته کې د سیالیو هغېلړۍ په اړه چې د امنیتي ستونزو له کبله معطل شوی وه، بیا ځلې خبرې وشوې چې نهایي پریکړه به یې د دواړو هیوادونو له لوري د نیټې او ځای په مشخصولو سره اعلان شي.
د سریلانکا کرکټ له مسئولینو سره ناسته: په دغه ناسته کې هم د دواړو لوریو ترمنځ ابتدایي خبرې اترې وشوې او د نهایي کولو لپاره به یې په اګست کې دواړه ادارې یوه بله ناسته وکړي.
پایلې
د کرکټ نړیوالې شورا سږنۍ کلنۍ غونډې خورا مثبتې پایلې راوړې چې په لاندې ډول دي.
د بشپړ غړیتوب دریځ لپاره به ځانګړی معیار (کرایټریا) جوړیږي او په راروانې اکتوبر میاشت کې به د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ غړو ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي. د کرایټریا له جوړیدو سره به افغان کرکټ بورډ ادارې ته د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول د راتلونکي یوه کال په موده کې ستونزمن نه وي، ځکه چې دغه اداره له هره اړخه د مسلکي توب پر لوري له ډاډمنو ګامونو سره روانه ده.
د دیارلسو هیوادونو ترمنځ د یو ورځینیو سیالیو لیګ چې لړۍ به یې په را روان اکتوبر کې منظوره شي.
د ټیسټ دوه ګروپ لرونکی لیګ: له دغه بحث سره ځینو هیوادونو همغږي نه درلودله او په اکتوبر کې به د منظورۍ لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ غړو ته ولیږدول شي. خوهیره دې نه وي چې، د کرکټ نړیوالې شورا ډیری غړو د ټیسټ دوه ګروپ لرونکي لیګ طرفداريکوله او د منظورۍ لپاره یې ډیرو رایو ته اړتیا ده.
د دغو درې مواردوله منظورۍ وروسته به د افغانستان کرکټ ټول هغه خوبونه چې له کلونو یې د تعبیر لپاره هلې ځلې کولې، تحقق ومومي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وویل چې، موږ د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د کرکټ ودې لپاره ډیر څه وکړل او ډیر ژر به یې د پایلو ننداره وکړو.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل چې، موږ هسکه غړۍ د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې ګډون درلود. موږ د مسلکي کار یو مثال وو او په هره ژبه یادیدو.