افغانستان د کرکټ له نړیوالې شورا د بشپړ غړدیتوب غوښتنه وکړه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د بشپړ غړیتوب لپاره یې د کرکټ نړیوالې شورا ته غوښتنلیک استولی دی.

 د دې ادارې په وینا، د افغانستان کرکټ بورډ نن /پنجشنبه/ د کرکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب د دریځ لپاره د ټولو پکار اسنادو او معلوماتو په شمول یو جامع عوښتنلیک ولیږه.

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په بهیر کې د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ په غونډه کې په دې اړه پرېکړه وشي.

کرکټ بورډ هله من دی او په خپله خبرپانه کې وايي«د لوی خدای په مرسته به د افغانستان کرکټ بورډ اداره خپلو هیوادوالو ته په دې اړه ډیر ښه زیري وړاندې کړي.»

د افغانستان ترڅنګ آیرلنډ هم هیله لري چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب به ترلاسه کړي. د افغانستان دریځ او رینک تر آیرلنډ لوړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *