د کرکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیتوب په مناسبت د ولسمشر غني پیغام
تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې په ورځ /جون ۲۲/ په خپل کالني کنفرانس کې افغانستان او ایرلنډ ته د ټیستلوبو درجه ورکړه.
افغانستان یوازې په ۲۰۱۳ م کال د کرکټ د نړیوالې شورا د دوهم درجه یا اسوشیت غړیتوب ترلاسه کړی دی.
افغانستان او آیرلند د کرکټ د نړیوالې شورا د یوولسم او دوولسمو ټیمونو په توګه ومنل شول.
تر ۱۹۸۲ م کال پورې د ټیسټلوبو د غړیتوب لرونکو هیوادونو شمېر ۷ و، خو وروسته سریلانکا او زیمبابوې ته هم دا مقام ورکړای شو. د کرکټ د نړیوالې شورا هیڅ غړي د افغانستان او آیرلنډ له بشپړ غړیتوب سره مخالفت ونه کړ.