د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب څوک خوشاله کړي او څوک سوځولي؟

تاند- په داسې حال کې چې افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب د ورکولو په خاطر نړیوالې رسنۍ د افغان ځوانانو هڅې او زحمتونه ستايي، د بي بي سي فارسي خپرونه په دې سوځېدلې چې ولې کرکټ ته په افغانستان کې زیاته پاملرنه شوې او ګواکي د نورو سپورتونو حق خوړل شوی او ټول کرکټ ته ورکړل شوی دی.

د کرکټ او سپورټ ګڼو نړیوالو رسنیو د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ته د افغانستان د لوبډلې د رسېدو بېلابېل مثبت دلایل یاد کړي دي.

د مثال په توګه سپورټس کیدا ویبپاڼه وايي، ۵ دلایل سبب شول چې افغانستان د ټیسټ مقام ترلاسه کړي. (دلته یې لوستلی شئ)

خو بي بي سي فارسي وايي، د کرکټ د بشپړغړیتوب له ترلاسه کولو وروسته به د افغانستان کرکټ بورد ته د کرکټ نړیواله شورا د کال شاوخوا ۴ ملیون ډالره ورکوي چې دا د افغانستان د حکومت د بدني روزنې د ریاست د ټولې بودجې ۴ برابره ده او د هغې بودجې ۳ برابره ده چې همدا اوس یې د فوټبال نړیوال فدرېشن د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته ورکوي.

بي بي سي وايي چې د کرکټ د پرمختګ اصلي علت دا دی چې د افغانستان حکومت یوازې پر دې ورزش ډېره پانګونه کړې ده.

بي بي سي د مثال په توګه وايي چې د کرکټ بورډ له جوړېدو سره سم پخواني ولسمشر حامد کرزي خپل لوړ سلاکار شهزاده مسعود د دغه بورد رييس وټاکه او څو وزیران د بورډ غړی ول خو له نورو سپورتونو سره دا ډول چلند ونه شو.

بي بي سي د کرکټ د ملي لوبډلې د یوه لوبغاړي معاش ۳ زره ډالره بللی او ویلي یې دي چې د نورو معاش د میاشتې تر ۲۰ ډالره لږ دی.

خو دې راډیو دا نه دي ویلي چې دا پیسې د افغانستان حکومت ورکوي او که د کرکټ نړیواله شورا.

د افغانستان هیڅ ډله ییز ټیم حتي اسیايي لوبو ته د غوراوي له پړاوه تېر شوی نه دی.

بی بي سي دغه راز ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت په مهال ټول سپورتونه منع شول خو کرکټ ته یې د خپل واک په وروستي کال اجازه ورکړه. حال دا چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د نارینه وو نور سپورتونه هم ازاد ول مګر هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې په نېکر کې د لوبې میدان ته ووځي. په ایران کې هم له اسلامي انقلاب راوروسته تر ډېرو کلونو پورې په نېکر کې پر لوبې بندیز و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *