د هند کیپتانې تر مسابقې مخکې څه لوستل؟

تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا د ښځو د اتلولۍ جام د سیالیو په لړ کې د هند د لوبډلې کیپتانې مخکې تر دې چې د انګلیستان په وړاندې بیټنګ پیل کړي، کتاب لوست.

د متالي راج په لاس کې پر دې کتاب په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې تبصرې شوي او دا عکس خورا زیات شریک شوی دی.

متالي راج وايي، مطالعه یې ډېره خوښېږي او تر هر هغه کار  مخکې، چې دروند مسوولیت ورسره مل وي، د سکون او د فکر د ارامولو لپاره کتاب لولي.

مسابقه هندي لوبډلې په ۳۵ منډو وګټله.

وروسته متالي راج وویل چې د مولانا جلال الدین بلخي ژباړه یې لوسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *