افغانستان او بنګله دېش څو یو ورځینۍ مسابقې کوي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د بنګله دېش له کرکټ بورډ سره په خبرو بوخت دی چې له دغه هیواد سره راتلونکې میاشت په ډاکه کې څو یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ بورډونو تراوسه پوري پرېکړه نه ده کړې چې په خپل منځ کې څو یو ورځینۍ مسابقې وکړي خو دا مسابقې کېدای شي له لوی اختره وروسته د سپټمبر د میاشتې په یوولسمه او دوولسمه وشي.

 د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسوول عزیز غروال اسپین (ESPNcricinfo) ته وویل«موږ تراوسه د سیالیو لپاره نېټه نه ده ټاکلې خو ژر به یې په خپلو ویبپاڼو کې اعلان کړو.»

د بنګله دېش کرکټ بورډ غواړي چې له انګلیستان سره تر سیالۍ مخکې په خپل کور (هیواد) کې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

اي ایس پي این وايي چې د بنګله دېش کرکټ بورډ له افغانستانه جلا له یوه بل هیواد سره هم په خبرو بوخت دی.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ د کرکټ عملیاتي ريیس اکرم خان وویل«موږ له دوی سره په خبرو بوخت یوو خو حاضردمه څه نه شو تاییدولی.»

ټاکل شوې ده چې د بنګله دېش لوبډله د اکتوبر په اوومه نېټه انګلیستان ته لاړه شي.

تر دې وړاندې د پاکستان لوبډله انګلیستان ته د ټسټ میچونو لپاره تللې وه. د پاکستان ټیم هم انګلنډ ته تر روانېدو مخکې غوښتل چې په لاهور کې د افغانستان له لوبډلې سره څو مسابقې وکړي خو په هماغه وخت کې پاکستان په خپله خاوره کې د امنیتي ستونزو په پلمه له افغانستان سره لوبې په دې خاطر لغوه کړې چې افغان لوبغاړو تازه په نړیوال جام کې اتل ټیم ته ماتې ورکړې وه او روحیه یې خورا لوړه وه.

افغانستان او بنګله دېش لومړنۍ یو ورځینۍ مسابقه د ۲۰۱۵ م کال په نومبر کې کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *