د افغانستان او بنګله دېش د سیالیو مهالوېش اعلان شو

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ ادارې اه څو اړخیزو خبرو اترو ورسته موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلې د روان کال د سپټمبر په ورستیو کې ۳ یو ورځینۍ یا پنځوس اووریزې سیالۍ وکړي.

د  افغانستان کرکټ بورډ وايي چې اداري چارواکي یې له څه مودې راهیسې په دې هڅه کې ول چې د ملي لوبډلې لپاره له یو شمېر هیوادونو سره، چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب لري، سیالۍ برابرې کړي.

کرکټ بورډ وايي، د دغو هڅو په پای کې بریالي شول چې له بنګله دېش سره موافقې ته ورسېږي څو د روان کال د سپټمبر میاشت په ۲۵ مه، ۲۸  مه او د اکتوبر په لومړۍ نیټه د دوو هیوادونو ملي ټیمونه درې نړیوالې پنځوس اووریزې لوبې وکړي.؟

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د دغه سریز د برابرولو په خاطر مبارکي وویله او  د بنګله دیش له کرکټ بورډ څخه یی مننه وکړه چې د یادو لوبو لپاره چمتو شو.

نسیم الله دانش همداراز وویل، د ملي لوبډلې لپاره به د پوره چمتوالي زمینه برابره کړي څو په دغو نړیوالو لوبو کې د بشپړ غړي هیواد پر وړاندې د تل په څیر هیوادوالو ته خوښي ورپه برخه کړي.

 ښاغلي دانش زیاته کړه «موږ په دې هڅه کې یوو چې له نورو هیوادونو سره هم لوبې تنظیم کړو.»

ټاکل شوې ده چې د بنګله دېش د کرکټ ملي ټیم په اکتوبر کې انکلیستان ته لاړ شي او د دغه هیواد له ملي ټیم سره څو مسابقې وکړي. دغه ټیم هڅه کوي چې له انګلیستان سره سیالیو ته د ځان د چمتو کولو لپاره پر افغانستان سره بېره له یوه بل هیواد سره هم مسابقې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *