بنګله دېش د افغانستان په وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

تاند- د بنګله دېش کرکټ بورډ نن /یکشنبه/ له افغانستان سره د ۳ نړیوالو ۲۰ اوره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

دا مسابقې د جون په ۳مه، ۵ مه او ۷مه د هند د دهرادوم په راجیو ګاندي لوبغالي کې، چې تېر کال جوړ شو، کېږي.

دا به د دوو هیوادونو ترمنځ لومړنی سریز یا درې پر له پسې مسابقې وي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ ريیس اکرم خان مخکې لا ویلي و چې د افغانستان په وړاندې به تر ټولو غښتلی ټیم غوره کړي.

له افغانستان سره د مسابقې لپاره د بنګله دېش له ملي لوبډلې درې لوبغاړي ایستل شوي او ۳ نوي یې پر ځای راوستي دي.

شکېب الحسن، مصدق حسین د افغانستان په وړاندې په لوبډله کې شامل کړل شوي دي. شکېب الحسن چې ګوته یې ژوبله وه، اوس جوړ دی او د حیدراباد په سن رایزر کې لوبېږي.

د بنګله دېش په لوبډله کې شامل لوبغاړي دا دي:

کیپتان: شکېب الحسن، محمود الله، لیتون داس، مشفق الرحیم، صابر رحمان،  مصدق حسین، مهدي حسن میرزا، عارف الحق، نظام الاسلام، مستفضرالرحمان، رب حسین، عبدالاحیدر، او اوبو جاید.

له بنګله دېش سره له درو ۲۰ اوره سیالیو وروسته به د افغانستان ملي لوبډله د جون په نیمايي کې له هند سره لومړنۍ ټیستلوبه وکړي.