راشد خان او د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ پر لوبغالي پر حملې غوسه څرګنده کړه

تاند- د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان او د کرکټ نړیوالې شورا په جلال اباد کې د کرکټ په لوبغالي کې تروریستي حمله په کلکه وغندله.

د جمعې په شپه ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې په جلال اباد کې د کرکټ په لوبغالي کې څلور بمونه وچاودول شول او په نتیجه کې یې لږترلږه ۱۰ تنه شهیدان او تر۴۰ ډېر نور ژوبل شول.

راشد خان، چې نن سبا د هند په غوره لیګ یا آی پي ایل کې د حیدراباد د سن رایزر له لوبډلې سره لوبېږي، د جلال اباد د لوبغالي پر چاودنو او د هغو په لړ کې د لوبو د تنظیموونکي هدایت الله ظاهر په ګډون د ۱۰ نندارچیانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړه.

په جلال اباد کې د کرکټ لوبغالی چې تروریستي حملې پرې وشوې
په جلال اباد کې د کرکټ لوبغالی چې تروریستي حملې پرې وشوې

د وروستیو معلوماتو له مخې ۸ تنه ټپیان له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي خو ۳۷ نور لا هم بستر دي. د ځینو ټپونه ډېر شدید دي.

راشد خان په ټویټر کې لیکلي:

«وروره زموږ له یاده به ونه وځې. تاسو د ننګرهار د ځلېدو لپاره تل سختې هلې ځلې کړي دي.»

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرايي ريیس ډیوید ریچردسن هم دا تروریستي بریدونه غندلي دي. «په افغانستان کې د کرکټ پر سیالۍ د تروریستي حملې د خبر اورېدو موږ خواشیني کړو. موږ د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو له غړیو او په ټول کې د کرکټ له لویې کورنۍ سره خواخوږي کوو.»

د افغانستان ولسمشر او کرکټ بورډ، ملګروملتو او ګڼو اسلامي هیوادونو دا تروریستي برید غندلی او هغه یې وحشیانه عمل ګڼلی دی.

تروریستي ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

عموماً طالبان د هغو حملو مسوولبیت په غاړه نه اخلي چې ملکیان پکې ووژل شي خو داعش د خپلې هرې حملې مسوولیت مني ځکه چې دې ډلې ته مهمه نه ده چې څوک وژل کېږي.