د کرکټ نړیوالې شورا افغان کرکټ ټیم ته ۵ لکه ډالر تصویب کړل

تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د دې لپاره چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نورې نړیوالې یو ورځینۍ او شل اووریزې مسابقې ترتیب کړای شي، د افغانستان کرکټ بورډ ته نیم ملیون ډالره تصویب کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا آیرلنډ ته هم همدومره پیسې ورکوي چې یو ورځینۍ او شل اووریزې مسابقې پرې وکړي.

د کرکټ شورا وايي د دې مرستې هدف دا دی چې په نړۍ کې د دغو ټیمونو رقابتي وړتیا زیاتې شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا له افغانستان او آیرلنډ سره د پنځه لکه ډالرو مرستې پرېکړه د دې شورا د بورډ په غونډه کې، چې د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د شورا د ريیس شاشانک مانهار په مشرۍ جوړه شوې وه، وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *