د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغانستان لسم دی

تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا یا ای سي سي له وروستیو معلوماتو سره سم، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په یو ورځینیو مسابقو کې لسم مقام لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ یا رینکینګ پر اساس په یو ورځینیو مسابقو کې لومړی ځای د جنوبي افریقا دی. دا هیواد ۱۲۳ پواینټونه لري.

افغانستان، چې لسم مقام لري، ۵۲ او آیرلنډ، چې دوولسم دی، ۴۳ پواینټونه لري.

له دې درجه بندۍ سره سم پاکستان اتم او ویسټ انډیز نهم دی.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکې میاشت کې د افغانستان ټیم ویسټ انډیز ته لاړ شي. دواړه ټیمونه به ۳ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي. دا سیالۍ د دواړو ټیمونو د درجه بندۍ لپاره مهمې ګڼل کېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري په یو ورځینیو مسابقو کې د ۱۲ هیوادونو درجه بندي یا رینکینګ په دې ډول دی:

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *