څلور افغان لوبغاړي د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې مخکښه دي

لیکنه: عمران باران

لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، افغان لوبغاړي اوس تر بل هر وخت د کرکټ نړېوالو لوبو درجه بندیو کې مخکې دي، دا معلومات مو تاسو لپاره چمتو کړي تر څو د ۲۰۱۸م زېږدیز کال له وروستۍ درجه بندۍ خبر شئ!

د راشد خان: د پنځوس اوریزو لوبو د توپ اچونکو درجه بندۍ دوهم، د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لومړی او همداسې هم د آلرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.

محمد نبي: د پنځوس اوریزو لوبو د الرونډرانو درجه بندۍ کې دوهم د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې درېیم او د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ ۱۱م مقام له ځان سره لري.

مجیب الرحمن: د پنځوس اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې بیا ۱۱م مقام له ځان سره لري.

محمد شهزاد: د پنځوس اوریزو لوبو د توپ وهونکو درجه بندۍ کې ۱۳م مقام له ځان سره لري چې هندی ویرات کوهلي یې هم شاته غورځولی دی.