ویرات کهولي د ډرایویډ ریکارډ په خپل نوم کړ

تـــانــد 

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښه او تجربه کاره توپوهونکي ویرات کهولي د راهول ډرایويډ ۱۶ کلن ريکارډ مات کړ.

ويرات کهولي نن د اسټراليا خلاف په ټيسټ لوبه کي د ۸۲ منډو په کولو سره په سږ ۲۰۱۸ز کال کي ۱۱۳۸ منډي وکړلې او د راهول ډرايويډ د ۲۰۰۲ز کال د ۱۱۳۷ منډو ريکارډ یې مات کړ.

کهولي په ټيسټ کي ۲۵ سليزي لري او سږ کال يې ۸ سليزي هم وهلي دي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دغه پياوړی لوبغاړی د کرکټ مبصرین د لوبو ماشین هم بولي او هندیان ور څخه هر وخت د ښې لوبې تمه لري.

نوموړی په کال ۱۹۸۸ م د نومبر په ۵مه نېټه وزیږد او دمګړۍ دیرش کاله او ۵۲ ورځې عمر لري. په ښي لاس توپوهنه او په ښي لاس ورو توپ اچونه هم کوي. کهولي د هندوستان کرکټ لپاره یې ډېرې کارنامۍ په خپل اکونټ کې ثبت کړي دي.