ویرات کهولي یو ځل بیا د مینوالو پام ځان ته جلب کړ
راپور: دعوت
ويرات کهولي په پرلپسې ډول د دريم ځل لپاره په يو کال کي د ډيرو منډو کوونکی لوبغاړی سو.
د هندوستان کرکيټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ويرات کهولي په ۲۰۱۸ز کال کي ۲۶۵۳ منډي وکړلې چي دا په يوه کال کي تر بل هر لوبغاړی د ډيرو منډو ريکارډ دی.
کهولي په ۲۰۱۶ز کال کي ۲۵۹۵ منډي،په ۲۰۱۷ز کال کي ۲۸۱۸ منډي وکړلې او دادی په پرلپسې ډول سږکال يې هم په نړيوال کرکيټ کي تربل هر لوبغاړي ډيري منډي وکړلې.