د بنګله دیش غوره لیګ سیالۍ شپږ ورځې وروسته پیلیږي

راپور: محمد اسماعیل ملکزی

د سږ کال په بنګله دیش غوره لیګ سیالېو کې دغه ۷ افغان لوبغاړي په لاندې لوبډلو کې اخیستل شوي دي.

نجیب الله ځدراڼ او محمد شهزاد محمدي په چیتاکانګ ویکنګز لوبډله کې

حضرت الله ځاځی دهاکي لوبډله کې

ګلبدین نائب په سیکسرز لوبډله کې

وقار سلام خیل په کومیلا ویکټورینز لوبډله کې

قیس احمد په راج شاهي لوبډله کې

او ظاهر خان په خولنا شاهي کینګز لوبډله کې اخیستل شوي دي.

درې نور افغان پياوړي لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب الرحمن د اسټرالیا په بیګ باش سیالېو کې بوخت دي.