د شپږیزه کرکټ لیګ له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته د هند غوره لیګ پیلیږي

 د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د شپږیزې کرکټ لیګ نېټه له خپل ټاکلي وخت څخه ۷ ورځې رامخکې شوه او د ۱۰ ورځې به دوام وکړي.  شپږیزې کرکټ لیګ لپاره کرکټ بورډ مخکېنۍ نېټه د سپټمبر ۱۳ مه نېټه ټاکلې وه؛ خو اوس یې نوی مهالوېش خپور کړی.

 په نوي مهالوېش کې د شپږیزې کرکټ لیګ نېټه ۷ ورځې رامخکې شوې او د پیل نېټه یې د سپټمبر شپږمه ټاکل شوې ده.  د دغه لیګ ټولې لوبې به لس ورځې دوام وکړي او پایلوبه به یې د سپټمبر په ۱۶ مه نېټه ترسره شي.

 کرکټ بورډ ښایي دا پرېکړه د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ لیګونو د افغان لوبغاړو د لوبېدو په تړاو کړی وي.  د ویسټ انډیز سوداګریز کرکټ لیګ د روانې اګسټ میاشتې په ۱۸ مه نېټه پیل شوې، چې افغان لوبغاړي هم پکې اخېستل شوي دي.

 بلو د شپږیزې کرکټ لیګ له پای ته رسېدلو دوه ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ پېلېږي، چې پکې درې افغان لوبغاړي هم شامل دي.

 د ویسټ انډیز سوداګریز کرکټ لوبو لپاره د پای ورځ د سپټمبر لسمه نېټه ټاکل شوې ده.

 شپږیزه کرکټ لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې شاملې دي او مِس عېنک اتلان کرکټ لوبډلې تېر کال د دې لوبو اتلولي اخېستې وه.