شپږیزه کرکټ لیګ به ۶ ورځې وروسته پېل شي

د شپږیزه کرکټ سیالیو شپږم پړاو به ۷ ورځې وروسته د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي.
په دې سیالیو کې د شپږ زونونو لوبډلې کابل بازان، سپین غر زمریان، بند امیر ښامران، بُست ساتونکي، مس عینک اتلان او امو نهګان یو د بل پر وړاندې لوبیږي.
د کابل زون لوبډلمشر اصغر افغان، د سپین غر شفیق الله شفق، د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب، د بند امیر راشد خان، د مس عینک اتلانو محمد نبي عیسی خېل، د امو نهګان شاپور ځدران او دی.
دا سیالۍ د اکتوبر په اوومه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.

یاده دې وي چې تېر کال د دې سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې ګټلې وه