د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزنکی د کرکټ یو شمېر مبصرینو له آنده

د افغانستان کرکټ بورډ د تازه پرېکړې له مخې د جنوبي افریقا لانس کلوزنر د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګمارلی دی. کرکټ بورډ د نوموړې د ګمارنې پر مهال ویلي و چې له ۵۰ زیات غوښتنلیکونه ورته سپارل شوي و، خو لانس کلوزنر چې په جنوبي افریقا لوبډله کې آل رونډر لوبغاړی پاتې شوی دی، د مشر روزونکي په توګه ومانه.

موږ د همدې موضوع اړوند د کرکټ له یو شمېر مینه والو د یوې ټولپوښتنې ځوابونه دلته راټول کړي دي، دلته به تاسې وپوهیږئ چې کرکټ بورډ خپله پرېکړه تر څومره بریده پر ځای کړې ده.

اخترګل تسل د کابل له ده سبز ولسوالۍ لیکي:

 دا چې لانس کلوزنر يو مجرب او مشهور روزونکى دى او د افغانستان کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې د ښې روزلو په پار په دنده ګومارلى، ښه او پرځاى ګومارنه ده.

فضل الرحمن ظاهري لیکي:

 دا خو یو ارلونډر تیر شوی لوبغاړی دی، افغانستان لپاره داسې روزونکی پکار دی چې بیټسمېن تیر شوی وي، افغان لوبډله خو په بیټینګ کې ستونزې لري.

حبیب الله کاروان د کابل له کارت ناو لیکي:

 د کلورنس ټاکنه د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنې لپاره یوه ښه پریکړه ده او زما په نظر دا به ډېر ښه ثابت شي؛ ځکه چې د جنوبي افریقا روزونکي ډېر تکړه دي چې ښه بیلګه یې د پاکستان روزونکی مکی ارتهر و.

محمد ابراهیم شیرزاد د کابل له ارزان قیمت څخه لیکي:

زما په نظر لانس کلورنز گمارل  دمشر رزونکي لپاره ډېر مثبت بولم.

ادریس تکل د هلمند له ګرمسیره لیکي:

د کرکټ بورډ دا پرېکړه چې نوی روزونکی یې د جنوبي افریقا څخه ټاکلی، ستایم. تمې شته چې د ملي لوبډلې د ضعف نقطې به په دې اقدام سره لمنځه ولاړې او منحل شي.