د بنګله دېش په وړاندې د افغان لوبډلې په بریا د بېلابېلو مبصرینو تبصرې

وړمه ورځ افغانستان بنگله‌ دېش ته په یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې تاریخي ماتې ورکړه. د افغانستان او بنگله ‌دېش ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه وړمه ورځ د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان له لومړي ورځې څخه برلاسی و، خو د څلورمې ورځې او د پنځمې ورځې باران افغانستان لپاره په جدي ستونزه بدله شوه، خو راشد خان پیاوړې توپ اچونې سره لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

فرید الله محمدي: تاریخي بریا مبارک افغانستان وکړای شوای چې په ټسټ لوبه کې بنګله دیش ۲۲۵ منډو په توپیر سره ماته وکړي.

محمد واصل وصال: ویاړ د کرکټ په اتلانو د بنگله دېش پر وړاندې تاریخي ټيسټ بریا مو مبارک شه!  افغان لوبغاړو رښتیا هم قهرماني وکړه او بنګله دېش ته یې د ۲۲۴ منډو په توپير ماتې ورکړه، زموږ رښتیني اتلان هم دوی دي، چې ولس ته خوښي ورکوي. ویاړم د کرکټ په ملي لوبډلې.

د کرکټ بورډ رئیس: د بنګله دېش پر وړاندې د یوازېنې ټېسټ لوبې په درشل کې د افغان اتلانو پر غوره ځلېدا ویاړم. د افغانستان کرکټ بورډ د بریاو ترلاسه کولول لپاره دا ډول مشرتابه او لارښونې ته اړتیا درلوده. د لا ډېرو بریاو په هیله…

عبدالله عادل:  ایا پوهېږئ؟
افغانستان او اسټرالیا یواځنۍ دوې لوبډلې دي چې له خپلو لومړیو دریو ټسټ لوبو څخه یې دوې ګټلي.