بنګله دیش په خپلې بریا هغه وړاندوینه غلطه ثابته کړه چې د اسیا لوبډلې ښې لوبې نه شي کولی
ـــ تاند
د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام سیالېو کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا لوبډلې ته ماته ورکړه، دا دواړو لوبډلو تر منځ په یاد نړیوال جام کې لومړۍ لوبه وه چې افریقا په ۲۱ منډو ماته وخوړه.
بنګله دېش جنوبي افریقا ته د ۳۳۱ منډو هدف ټاکلی و چې پوره یې نه کړ. دا د کرکټ په نړیوال جام کې د بنګله دېش لومړۍ لوبه وه چې ویې ګټله. همدغه راز دا لومړی ځل و چې بنګله دېش په یوې لوبې کې دومره غټ هدف ټاکلی و.
د بنګله دیش توپوهونکو او توپ اچوونکو مسؤلانه او په ځان باوري لوبې سره وکولای شول چې د لوی اکثریت د بنګله دیش د ماتې وړاندوینه او تر څنګ یې هغه خبره هم غلته ثابته کړه چې اسیایي ټیمونه به په روان نړیوال جام کې ښې لوبې ترسره نکړي.
په دې سیالۍ کې مشفق الرحیم د خپلې لوبډلې لپاره ښې منډې جوړې کړې، نوموړي په ۷۸ توپونو ۸۰، شکیب الحسن ۷۸ او محمد الله بیا ۴۶ منډې جوړې کړې.
نن ددې سیالېو په لړ کې پاکستان او انګلنډ لوبډلې لوبیږي، پاکستان هغه لوبډله ده چې په اوس وخت کې د انګلنډ تر سخت فشار لاندې ده او له نړیوال جام دمخه یې په کرکټ کې سر په سر ماتې ورکړې.