افغان ایمرجینګ لوبډلې له بنګله دېش ماتې وخوړه او اسیا جام کې له پای لوبې پاتې شوه

د اته اسیایي هېوادونو ترمنځ په ایمرجینګ اسیا جام ۵۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې افغان لوبډلې خپل ګروپ کې په دوه بریاوو سره نیمه پای لوبې ته لار موندلې وه، خو پای لوبه کې بنګله دېش په اوو ویکټو ماتې ورکړه او له سیالیو یې بهر کړه.
افغان لوبډلې دغې لوبه کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د درویش رسولي د سلیزې په مرسته بنګله دېش ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ.
درویش رسولي ۱۱۴ منډې وکړې خو نور افغان توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل.

بنګله دېش ته حسن محمود او سومیا سرکار درې درې او تنویر اسلام دوه ویکټې واخېستې.
بنګله دېش لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان سره ۴۰م اور کې هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د اوو ویکټو په شتون کې وګټله.
سومیا سرکار د درې ویکټو اخیستو ترڅنګ توپ وهنه کې ۶۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغان لوبډلې په دغې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه؛ خو دویمه لوبه یې له عمان او درېیمه لوبه یې له سریلانکا ګټلې وه.
د دې سیالیو په لوبه به د شنبې په ورځ د پاکستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره شي.