افغان ایمرجینګ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

د ایمرجینګ اسیا جام ۵۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې افغان لوبډلې عمان ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه او عمان لوبډلې ۴۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.
افغانستان ته طارق ستانکزي څلور او عبدالواسع دوه ویکټې واخېستې.
افغان لوبډلې د عبدالمالک په ښې توپ وهنې سره یاد هدف ۳۱م اور کې د یو لوبغاړي په زیان سره پوره کړ.
عبدالمالک په دغې لوبه کې ۹۱ منډې وکړې.
افغان لوبډلې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې او خپله درېیمه لوبه به د دوشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي