لس اوریزې لوبې که د افغان لوبغاړو لپاره د زهرو جام؟

لیکنه او راټولونه : صایم زیارمل
د معلوماتو له مخې په ۱۷۲۷ م کال د جولای او اګست میاشت کې د کرکټ لومړنی لوبې په انګستان کې ترسره شوې چې لمړی یی ټیست لوبې وې وروسته د وخت په تیریدو سره دغه لوبې یو ورځینی نړیوالو لوبو ته چی ۶۵ اورونه یی درلودل تغیر شوې او همداسې د کرکټ د ځینو قوانینو په جوړیدو سره یو ورځینی لوبې ۶۰ او وروسته ۵۰ اورونو ته راټیتې شوې .
د وګړو بوختیاوو او د وخت کمی ددې لامل شو چی ددې لوبې یو بل فارمت چي شل اوریزې لوبې دي په کال ۲۰۰۵ کال کې پیل شوې چي لومړی لوبه یی د استرلیا او نیوزلینډ ترمینځ په اکلینډ کې ترسره شوه چي نیوزلینډ په کې ۲۱۴ منډې جوړې کړې .
اوس دادی د شل اوریزو لوبو تر بریالی کیدو وروسته یو بل فارمټ په چټکی سره پیل دی چی لس اوریزې لوبې دي چی لومړی ځل په ۲۰۱۷ م کال کې په متحد عرب اماراتو کې ترسره شوې چې په کې د کرکټ نړی مشهورو ستورو وریندر سیهواګ ، شاهد افریدی، چندیمال او ایون مورګن ګډون وکړ .

مهمه داده چي ایا لس اوریزې لوبې د کرکټ او لوبغاړو لپاره ګټورې دي او که به لوبغاړو او کرکټ ته د ګټې څخه زیات زیان واړوي او دغه لوبه به خپل ګټلی نوم او خوند له لاسه ورکړي .
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې مې د کرکټ د نړی مشهوره پاکستاني لوبغاړي جلال الدین څخه چي په ۱۹۸۲ م کې یې په یو ورځنیو لوبو کې یی د استرلیا په وړاندې لمړی د ویکټو هیټریک ترسره کړی او دا ریکارد له ځان سره لري په یو کنفرانس کې وپوښتل چي ایا لس اوریزې لوبې به د کرکټ لوبې ته څومره زیانمنې ثابتې شي او یا به د کرکټ لوبې ته نوره وده ورکړي ؟ نوموړي په جواب کې وویل چی لس اوریزې لوبې زیات دوام نشي کولای ځکه دغه لوبې د کرکټ حیثیت او تخصص له مینځه وړي، پکې د لوبې تخنیک ته نه کتل کیږي او ورسره نوي لوبغاړي خپله اینده نشي جوړولای .

له بل پلوه د T10 لیګ یا لس اوریزه لوبې لکه څرنګه چی ټولو ته معلومه ده سوداګریزې لوبې دي او پکې د فساد په وړاندې واضح قوانین وجود نلري نو امکان یی زیات دی چی لوبې دې فیکس او لوبغاړي دي په فساد کې ښکیل شي ، ددې لیګ د لمړي پړاو ترسره کولو وروسته ددې لیګ عمومي مشر په ۲۰۱۸ م کال کې استعفی ورکړه او پاکستانیو لوبغاړو ته یی په دې لیګ کې د نه لوبیدو سپارښتنه وکړه .
پاکستاني سلمان اقبال په خپله استعفی کې لیکلي وو چي د شفافیت د نشتون او د څار او کنټرول د یو معلوم سیستم د نشتوالي له امله یې استعفی کړې ده ، نوموړي ویلي وو ددې تضمین وجود نلري چي دغه لوبې به ترکله دوام کوي .

هغه کرکټ لیګونه چي د ای سي سي لخوا نه کنټرولیږي او په ازاد ډول لوبغاړي پیري تر ډیره پکې ځانګړې پالیسی او پروسیجرونه وجود نلري په کښې فساد ته په کې په اسانی سره زمینه برابریدی شي او شک کیږي چی لوبغاړي فیکسینګ او رشوت خوړولو ته هڅوي چي راتلونکي کې دغه چارې هیوادونو ته په ګټه نه بلکې په ضرر تمامیږي .
اوس پوښتنه داده چي ایا د افغان لوبغاړو لپاره په دغو لیګونو کې لوبې کول ګټې لري او یا له مزد څخه یی شکرانه ډیره ده ؟
• لکه څرنګه چي لس اوریزې لوبې یا T10 لوبو کې تخصص او حوصله ډیره اړینه نده ځکه هر لوبغاړی کوشش کوي چي لوی شاټونه ووهي او تیزه لوبه وکړي چي دغه شان لوبه کول لوبغاړي له تخنیکی لوبې منع کوي .
• د لس اوریزو لوبو له ترسره کولو سره د لوبغاړو حوصله د لویو لوبو او اننګزونو د لوبولو لپاره کمیږي چی وروسته بیا په ټیسټ ، یو ورځینیو لوبو کې په درست ډول لوبه نشي کولای .
• په لس اوریزو لوبو کې بونډری کوچنی وي او هر بال د شپږیزی او څلوریزو ته ځي چي ددې خلاف نړیوالو لوبو کې میدانونه لوی او د کیچ امکانات یی زیات لیدل کیږي .
• لکه چي مو مخکې یادونه وکړه په دې لوبو کې د فساد امکانات زیات وي ځکه د د فساد د مخنیوی لپاره معلوم او ځانګړي پروسیجرونه شتون نلري نو افغان کرکټ بورد ته پکار دي چي افغان لوبغاړي په دې لیګ کې د لوبې کولو څخه منع کړي ځکه افغان لوبغاړي لا له وړاندې په کریس د زیات وخت لپاره د پاتې کیدلو حوصله نلري او هر وخت د لوبو د بایللو علت یی همدا او روښانه وي چي لوبغاړي حالت او لوبې ته زیاته پاملرنه نه کوي او ددې حوصله نلري چي د زیات وخت لپاره په کریس پاتي شي ، لوی شاټونو پسې ځي چی ډیر وختونه کیچ اوټ کیږي او لوبه د مشکلاتو سره مخ کوي ، له بله اړخه هغه لیګونه چي پکې د فساد احتمالات زیات وي ، د هیواد او لوبغاړو د بدنامی باعث کیږي او هیواد عزت او برم ته صدمه رسوي نو ضرور نده چي یوازې یې مادي اړخ په نظر کې ونیول شي .
افغان کرکټ بورد باید داسې ټورنمینټونه په لاره واچوي چي لوبغاړي پکې تر ډیره د لوبې کولو حوصله پیدا کړي ، د شاټونو پر ځای تر ډیره ځمکنی لوبه وکړي تر ډیره د لوبې کولو توانایی پیدا او په کریس کې پاتې شي ، کرکټ بورد هغه لوبغاړي چي په دغو لوبو کې د زیات وخت لپاره په کریس پاتي کیږي، ځمکنی لوبه کوي او زیاتې منډې جوړوي د هیواد په کچه ونازوي او ورته معتبرې جایزې ډالی کړي تر څو کرکټ او لوبغاړي مو مسلکي ، حوصله مند او د لویو لوبو کولو وړتیا په ځان کې پیدا کړي .