د ۵ افغان لوبغاړو په ګډون د بي پي ایل کرکټ لوبې پیلیږي

فضل رحیم رحیمي|| د بنګله دېش د غوره لیګ یا پی پي ایل سیالېؤ چې هر کال په دغه هیواد کې ترسره کیږي، دا ځل به پینځه افغان لوبغاړي پکې کډون وکړي.

په دې تجارتي لوبو کې محمدنبي عیسی خېل،  راشد ارمان د کومیلا ویکټورنز، سمیع الله شینواری او ظاهرخان د رنګ پورریډرز او نجیب الله ځدران بیا د چیټا کانګ وایکنګز لوبډلې په ګټه لوبه ترسره کوي.

تېر ځل په بي پی ایل لوبو کې درې افغان لوبغاړي شامل و، محمد شهزاد درنګ پور لپاره، محمدنبي د چیټا کانګ وایکنګز او راشد ارمان د مشرفي مرتضی تر لوبډلمشرې لاندې د کومیلا لوبډلې په ګټه لوبیدلی و.

بنګله دېش غوره لیګ (بي پي ایل ) لوبې د نومبر په څلورمه پېل او د ډیسمبر تر دولمسې نیټې به دوام وکړي.

بي پي ایل چې تجارتي کرکټ سیالۍ دي د مختلفو هیوادنو لوبغاړي د پیسو مقابل کې اخیستل کیږي.

د یادونې ده چې د بي پي ایل سیالېوکې ټولې اووه لوبډلې کومیلا، ډاکه ډانمیس، چیتاکانګ وایکنګز، رنګ پورریډرز، کولنا ټایټنس، راج شاهي او سلیت سیکسر لوبډله برخه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *