کرکټ| افغان لوبغاړو په تمریني سیالۍ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان XI لوبډلې د هانګ کانګ الف لوبډلې ته په دوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې په یوه انېنګز او ۱۸۲ منډو ماټې ورکړه.

په دې دوه ورځنۍ لوبه کې، چې د دواړو خواوو د ملي لوبډلو د سیالیو د لړۍ په درشل کې وشوه، د افغانستان له لوري کپټان اصغر ستانکزي سلیزه په داسې حال کې وکړه چې تر پایه ونه سوځېد. افسر ځاځي۴۷، او راشد خان ۴۶ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې راشدخان ۹، دولت ځدران ۴ او یامین احمدزي دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هانګ کانګ د ملي لوبډلو سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *