افغانستان هانګ کانګ ته په ۶ ویکیټونو او ۱۲ توپونو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې نن دوهمه مسابقه وګټله.

د دې مسابقې پچه هانګانګي لوبغاړو ګټلې وه او بیټنګ هم دوی پیل کړ خو افغان باولرانو پرې نښودل چې زیاتې منډې وکړي.

د هانګ کانګ لوبغاړو د افغانستان ټیم ته ۱۱۷ منډې هدف وټاکه چې په روانو سیالیو کې تر ټولو ټیټ هدف و.

د افغانستان لپاره محمد نبي خورا ښه باولینګ وکړ. ده، چې د دې مسابقې غوره لوبغاړی شو، د هانګ کانګ ۴ لوبغاړي وسوځول.

دوه نور لوبغاړي راشید خان او ګلبدین نایب وسوځول.

خو حمید حسن، که څه هم څوک ونه سوځول مګر په ۴ اورونو کې یې ۱۷ منډې ورکړې چې تر نورو لوبغاړو کمې منډې وې. محمد نبي په ۴ اورونو کې نه یوازې ۴ لوبغاړي وسوځول بلکې ۲۰ منډې یې ورکړې چې له حمید حسن وروسته تر نورو کمې منډې دي.

د افغانستان تر ټولو مهمه او ټاکونکې لوبه به له زیمبابوې سره وي. اوس د دواړو ټیمونو امتیازونه یو شی دی. دواړو دوه – دوه ټیمونه مات کړي.

د افغانستان او زیمبابوې ټیمونه به د مارچ په دوولسمه (د شنبې ورځ) سره مخامخ شي. که هر ټیم وګټله، بل پړاو ته به لاره مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *