افغان سوکلوبغاړی مبارز له روسي سیال سره مخامخ کېږي

تاند- افغان سوکلوبغاړی یا بوکسر باز محمد مبارز نن /شنبه/ په مسکو کې له روسي لوبغاړي امیر امیر ستاروف سره مخامخ کېږي.

مبارز په کابل کې له یوې میاشتې تمرینه وروسته مسکو ته لاړ.

دی هیله لري چې خپل سیال ته به ماتې ورکړي. دا به د ده دوهمه مسابقه وي.

ده لومړۍ مسابقه، د تېر کال په دسمبر کې پر خپل روسي سیال اسلام مکویف وبایلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *