د مارشل ارټ افغان اتل (هوتک) روسي سیال مات کړ

تاند- د مارشل ارټ نامتو افغان اتل احمدولي هوتک، چې تر اوسه هیڅ مسابقه نه ده بایللې، تېره شپه خپل روسي سیال ایوان کازاچینکو ته ماته ورکړه.

د احمدولي هوتک او کازاچینکو ترمنځ دا لوبه د فایټ نایټ ټولنې له خوا په مسکو کې وشوه.

لوبه په دوهم رونډ کې د هوتک له خوا د سوک او ګونډې د پرله پسې ضربو په نتیجه کې د کاراچینکو په ناک اوټ پای ته ورسېده.

احمدولي هوتک له بریا وروسته داسې وویل:

«سلام افغانستان، د دې بریا مبارکي ټول افغان ولس ته وړاندې کوم. خصوصا مشرانو ته چې ماته یې زمینه برابره کړې ده. زنده باد افغانستان»

احمد ولي هوتک د مارشل ارټ په خپل حرفوي ژوند کې تر اوسه شاوخوا شل لوبې کړي چې یوه یې هم نه ده بایللې.

تر احمد ولي هوتک دوې شپې مخکې یوه بل افغان لوبغاړي بازمحمدمبارز هم خپل روسي سیال ته په لومړي راونډ کې ماته ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *