د مارشل ارټ افغان لوبغاړي خپل استرالیايي سیال مات کړ

تاند- د مارشل ارټ افغان لوبغاړي سیر بهادرزاده تېره شپه خپل استرالیايي سیال (راب ویلکنسن) ته ماتې ورکړه.

بهادرزاده په دوهم راونډ کې خپل سیال ناک اوټ کړ.

دا مسابقه د یو. ایف. سي تنظیم له لوري د دې تنظیم په مرکز کې، چې د امریکا په لاس ویګاس کې دی، وشوه.

بهادرزاده ۳۳ کلن دی او په هالنډ کې اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *