افغان سیر بهادر زاده له اتریشي سیال ماتې وخوړه

تر باز محمد مبارز وروسته د ازادې مبارزې یوه بل پیاوړي افغان لوبغاړي سیر بهادر زاده هم لوبه وبایلله. بهادر زاده دغه لوبه له خپل اتریشي سیال اسماعیل نوردیف، چې اصلاً د روسیې هېواد دی ترسره کړه په کم توپیر یې ترې ماتې وخوړه.
د دواړو لوبغاړو ترمنځ دا لوبه د آزادې مبارزې د یوه وتلي سازمان(UFC) له جملو څخه یوه لوبه وه.
سیر بهادر زاده ټولې ۳۲ لوبې کړي او دا یې اتمه ماتې وه؛ خو اسماعیل نوردیف په ۲۱ لوبو کې ۱۸ ګټلي او یواځې درې بایللې دي. له ده وړاندې یوه بل افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز هم په یوه چلینجي لوبه کي له روسي لوبغاړي دېنیش کاناکوف څخه په ډېر کم توپیر ماته وخوړه.

دا لوبه د ACA په نوم د یوې آزادې مبارزې د ادارې له لوري مخ ته وړل کېده، چي په لوبغالي کې د زیاتو مینوالو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زرګونه افغانانو په ژوندۍ بڼه ولیدله.
دا لوبه درې میدانه ترسره شوه او درې واړه میدانونو کي دواړو لوبغاړو سخته مقابله یو د بل په وړاندي وکړه او یو لوبغاړی هم ونه وتوانېد، چي بل لوبغاړی ناک اوټ کړي او درې واړه میدانونه ئې ولوبول، خو په پاي کي د نمرو له امله کاناکوف بریا خپله کړه.
دا لوبه بازمحمد مبارز ۲۸ پر ۲۹ نمرو وبایلله، چي دا دومره توپیر ندئ.
له دې وړاندې کاناکوف دوه نورو افغان لوبغاړو عبدالعظیم بدخشي او احمد ولي هوتک ته هم ماتې ورکړې وه.