پاکستان او سریلانکا د لومړۍ لوبې له لغوې وروسته نن دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کوي

په پام کې ده، نن دوشنبه د پاکستان او سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پېل شي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربه توب لومړی درې ۵۰ اوریزې او ورپسې درې شل اوریزې لوبې ترسره کېږي.
پاکستان ته د سریلانکا لوبډلې زیات شمېر نوي لوبغاړي ورغلي او پخواني تجربه کار لوبغاړي په کې نشته دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې په ۲۰۰۹ کال کې پر سریلانکا لوبډله پاکستان کې مرګونی برید شوی و؛ چې له هغې وروسته نړیوالې لوبډلې او لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.

یاده دې وي چې ددې دواړو کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ د جمعې په ورځ ترسره کېده چې د پرلپسې اورښت له امله لغوه اعلان شوه، ورپسې بیا دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ چې په لومړېو کې یکشنبه پلان شوې وه، نن (دوشنبه) ته پلان شوه.

 پاکستان او سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې د ای سي سي یا کرکټ نړېوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري او د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې شمېرل کیږي.