پاریس سېنټ جرمن په لومړي لیګ کې 1-0 بورډیکس ته ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د نیمار په ګلو لګولو سره پاریس سینټ جرمن په لومړي لیګ کې ۱-۰ بورډیکس ته ماته ورکړه. پاریس سېنټ جرمن په لومړي لیګ کې اخري درې لوبي په 1-0 پایلې سره ګټلي دي، چې په دریو سرو لوبو کې نیمار ګول لګولی دی.

الیکسیس سانچز پرون د اینټر میلان له پاره خپل لومړی ګول ولګاوه او هم یي لومړی سور کارت واخیست.

اینټر میلان په سیر اې کې 3-1 سمپډوریا ته ماته ورکړه.

د اینټر میلان ګول وهوونکي: سنسي، سانچز او ګالیارډیني
د سمپډوریا ګول وهوونکی: جانکاټو

منچسټر سیټي په غوره لیګ کي ایورټون ته 3-1 ماته ورکړه.

د منچسټر سیټي له پاره جیسوس، محرز او سټرلینګ ګولونه ولګول.
د ایورټون ګول بیا کالورټ لوین ولګاوه.

چیلسي په غوره لیګ کي د برایټن څخه په 9 لوبو کې 9 ګټلي دي.
دا د غوره لیګ په تاریخ کې د یوه مشخص کلب پر وړاندې د یوه کلب د 100 فیصده بریاوو تر ټولو ښه ریکارډ دی.

200 بریاوي په 289 لوبو کې!

ډاویډ سیلوا تر ټولو تیز لوبغاړی دی، چې په غوره لیګ کې یي د سلیزو ډبلي بریاوې پوره کړي دي.

په لومړي ځل ریال ماډریډ د زیدان تر نظر لاندې په لالیګا کې درېو پرلپسې لوبو کې کلین شېټونه وکړل.