هازارډ: پاریس سېنټ جرمن زما د رانیولو نیت درلود، نور هم شته

محمود خان منندوی

هازارډ په یوه مرکه کې ویلي دي، چې پاریس سېنټ جرمن د ده د رانیولو نیت درلود، خو هیڅکله یې مثبت جواب نه دی ورکړی.

 هغه د دې تر څنګ ویلي دي، چې بیا به د فرانسې په لومړي لیګ کې ونه لوبیږي او که لوبید هم، نو یوازې به په لیل کلب کې ولوبیږي.

 پاریس سېنټ جرمن هغه کلب و، چې زما سره یي د چمپیونز لیګ په ګټلو کې مرسته کوله، خو هغوی زما په پلان کې نه وو.

 هازارډ مخکې لیل کې وو.

هازارډ ومنله، چې د ریال ماډریډ سره یي د یو ځای کېدو پر وخت وزن ډېر شوی و:

 زما وزن پنځه کیلو ډېر شوی و. که چیرې زه احتیاط وکړم، زه هغه شخص یم چې ژر وزن ډېرولای شم او ژر وزن کمولای سم. زه 75 کیلو ګرامه وم او په خرابو ورځو کې 79 کیلو ګرامه وم. په دې دوبي کې زما وزن 80 کیلو ته رسیدلی و. ما دغه ټول وزن په 10 ورځو کې را کم کړ.

رونالډو د یوونټوس د نن په تمریناتو کې نشته او لوبیدل یې سبا په شک کې دي! د ګریټ بیل وکیل ویلي دي، چې بیل د ریال ماډریډ د عکس العمل په اړه تشویش نه کو. هغه ویلي دي چې د ولز د لوبې په پای کې جنجالي بنر یوازې رسنیو ته د ده په اړه د خبرونو د خپرولو په خاطر و.

 بل خوا ویل کيږي، چې ریال ماډریډ به هم کوم جدي عکس العمل دې پېښي ته ژر ونه ښيي.