پاریس سېنټ جرمن د پای په ۲۰ سیالېو کې د مارسي څخه ماته نه ده خوړلې، نور هم شته

محمود خان منندوی

تېره شپه په لومړي لیګ کې د پاریس سېنټ جرمن او مارسي د هغه لوبو شمېر سره مساوي شو، چې یو د بل پر وړاندې یي ترسره کړي دي.

 پاریس سېنټ جرمن په اخیرو 20 لوبو کې د مارسي څخه ماته نه ده خوړلې.

اې ایس ورځپاڼي ویلي دي، چې پیرز نه غواړي د ریال ماډریډ لپاره په جنورۍ کې کوم لوبغاړی راو نیسي.

رسمي:  فرانک ریبري د پرون شپې لوبه کې د لوبڅار د پورې وهلو په خاطر درې لوبي په سیر اې کې محروم شو.

 د ریبري د دې رفتار په خاطر د کلب رئیس هم خواشیني ښودلې او خپله ریبري هم بخښنه غوښتې ده.

رسمي:  د منچسټر یونایټیډ روزونکي سولشر تائید کړه، چې پوګبا د زخمي کېدو په خاطر یوه میاشت نه شي لوبیدلی.

مونډو ډیپورټو: دې ته په کتو چې سواریز راتلونکی کال 33 کلن کېږي، بارسلونا غواړي چې یو ښه اماده لوبغاړی د ده پر ځای پیدا کړي، نو ځکه یي د اینټر میلان څخه مارټینز ته سره له اوسه د پلان پر جوړولو کار پیل کړی دی.

بارسلونا به دغه لوبغاړی د پیسو + ویډال / راکیټیچ په بدل کې رانیسي.