نیدرلنډ تر پي ان جي او ایرلنډ وروسته ۳مه لوبډله شوه چې د شل اوریز جام ته لاره کوي، نور هم شته

محمود خان منندوی

تر ایرلنډ او پي ان جي (P.N.G) وروسته نیدرلنډ دریمه لوبډله شوه چې د 2020 کال شل اوریزه نړیوال جام ته لاره پیدا کوي. ایرلنډ او پي ان جي له دې وړاندې لاره موندلې وه او اوس نیدرلنډ هم له دې لاسته راوړنې برخمن دی.

د انګلستان غوره لیګ: دلته موږ تاسې ته هم د هغو کلبونو په اړه لنډ مالومات درکوو چې د انګلستان د غوره لیګ په تاریخ کي يي ډېر ګولونه لګولي دي:

 منچسټر یونایټیډ: 2000

 ارسنال: 1860

 لیورپول: 1797

 چیلسي: 1793

 ټاټنهام: 1565

 منچسټر سیټي: 1406

کرواشیا د سلواکیا او ګرجستان پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه.

 د فیفا رئیس اعلان کړه، چې د 20 کلنو فوټبال نړیوال جام به په 2021 کال په اندونیزیا کې ترسره شي.

د لیورپول او بارسلونا پخواني ستوري د 2020 کال د مارچ پر 28مه په یوه خیریه لوبه کې په انفیلډ لوبغالي کې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

 دا لومړی ځل دی، چې فرنانډو ټوریس د لیورپول د ستوري په صفت د دې کلب لپاره په یوې خیریه لوبه کې لوبیږي.