محمد حفیظ له نړېوال شل اوریز جام وروسته کرکټ پرېږدي

ولید ( خپلواک)

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او اوسنی لوبغاړی ( محمد حفیظ) له نړیوال کرکټ سره د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام څخه ورسته د کرکټ لوبو څخه تقاعد اخلي. دغه ماسټر بلاسټر لوبغاړی د خپل وخت تر ټول افسانوي آلراونډر و چې په نړۍ کې یې د توپ وهنې تر څنګ په توپ اچونه کې هم ډېر شهرت موندلی و.

 نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبډلمشرۍ دنده هم مخ ته وړې ده او هېواد ته یې ډېرې لاسته راوړنې خپلې کړي دي.

 محمد حفیظ په خپله وروستۍ مرکه کې وویل:

(( هېله مند یم چې په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان کرکټ په ملي لوبډله کې ولوبیږم او د خپل هیواد لپاره د کرکټ په وروستي فورم کې تر ټولو غوره لوبې ترسره کړم.))

 نوموړي د خپلې استعفا پر اړه زیاته کړه: ((د خپلو تجربو څخه به پوره ګټه واخلم چې په راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام کې خپله وړتیا وښایم او له هغه وروسته په خوشالۍ سره د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړم.)

 محمد حفیظ په ۱۹۸۰ م کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د پاکستان په هیواد کې زیږدلی دی او اوسمهال ۳۹ کاله عمر لري.

نوموړي خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه په ۲۰۰۳ م کال کې د زمبابوې پرواندې، لومړۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۰۳ م کال کې د بنګله دېش خلاف او خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړه.

 هغه په خپل کورني تجارتي لیګ کې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره هم لوبیږي.