پاکستانی محمد حفیظ: که نړیوال جام ځنډیدیږي، د استعفا پرېکړه مې هم ځنډوم

عزیزالله عزیزي

پاکستاني کرکټر محمد حفيظ تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که چيرې د اسټرالیا په کوربه توب د روان کال نړیوال شل اوریز جام وځنډیږي، هغه به هم د شل اوریزو سيالیو څخه د تقاعد پریکړه وځنډوي.
محمد حفيظ ويلي،غواړي چې په ستر ټورنمینټ کې د لوبیدو وروسته له شل اوریزو سيالیو سره مخه ښه اعلان کړي.
ټاکل شوې چې د اسټرالیا په کوربه توب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام سيالۍ به د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پيل او د نومبر په ۱۵مه نېټه به پای ته ورسیږي.
خو تراوسه ددغه جام په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې او په دې اړه وروستۍ پریکړه به راتلوونکي جولای میاشت کې د ای سي سي په یوه بله ناسته کې ترسره شي.
محمد حفیظ وویل: (( زه غواړم چې له هغې وروسته د شل اوریزو سيالیو څخه تقاعدي واخلم،کله چې په یو ستر ټورنمینټ کې ولوبیږم او ښه کارکردګي پکې وکړم. پدې هیله یم چې ښه وځلیږم. زما پلان دا دی، که چیرې نړیوال شل اوریز جام نومبر یا بل وخت ته ځنډيږي،دا پدې معنا نده چې زه به لوبې ترسره نه کړم.))
نوموړي وويل،لکه څنګه چې د ټيسټ کرکټ څخه تقاعد شو، همداشان به د شل اوریزو لوبو څخه تقاعدي واخلي.