یوزویندرا چاهل: راشد خان ګواښونکی لوبغاړی دی او ډار ترې پکار دی

 د راشد خان یو هندی سیال یوزویندرا چاهل د افغانستان کرکټ نامتو ستوري  راشد خان په وړتیا بنده خوله پرانېسته.

نوموړي د راشد خان وړتیا ستایلې او ویلي یې دي: (( د هندي توپ اچوونکو لپاره راشد خان بې بېګلې دی، د هغه  توپ اچونه خورا سخته او ستونزمنه ده.))

راشد خان د خپل هندي سیال لیګ سپنر یوزویندرا چاهل سره د انسټاګرام چیټ په جریان کې یوه خوله بنډار کړی دی. په دې بنډار کې دواړه لوري یو بل ته د مُسکا په ډکه خوله نظریات تبادله کړي دي.

په دې بنډار کې  راشد خان د هندوستان د ویکټ کیپر توپ اچوونکي ریشاب پانت ستاینه هم وکړه او هغه یې یو سخت مخالف وباله. راشد خان پینټ ډیر وړاندې پیژندلی و.

راشد چاهال ته وویل: ((هغه په ​​پرله پسې ډول درې شپږیزې ووهلې او پر څلورم توپ کې یې زړه ښه کړ خو یوازې ژر وسوځېد.))

یاده دې وي چې دا لومړی ځل نه دی چې د افغان کرکټ ستوري راشد خان ستاینه د نړۍ نوموتي کرکټران کوي، بلکې له دې وړاندې هم د ګڼو افغان لوبغاړو د بې سارې وړتیا لپاره نړېوالو کرکټرانو خپلې تبصرې کړي دي او افغان لوبغاړي یې ډېر ستایلي دي.