پنډیا: افغان ګوګلي ماسټر راشد خان مخکښ آلرونډر دی

ولید خپلواک

 هندي توپ وهونکی کرونال پنډیا ویلي: ((ما ډېر کرکټ ترسره کړی او د مختلفو توپ ویشتونکو سره مخ شوی یم، خو په نړۍ کې یو داسي سوکه توپ اچونکی شته چې هر بال یې د خطر څخه ډک وي، دغه توپ ویشتونکی چې زه ورسره په خپل کورني تجارتي لیګ کې زیاته ستونزه لرم، هغه د افغانستان مخکښ الراونډر راشد خان ارمان دی.))

کرونال زیاتوي: ((راشد یو داسې لوبغاړی دی چې په نړۍ کې د لنډ فارمټ هر لوبغاړی په خپلو بهترینه توپونو ننګولی شي. راشد هر بال په پوره تخنیک او تکتیک ترسره کوي، خان د نړۍ ترټولو سخت او ستونزمن توپ اچونکی دی)).

 پنډيا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی دی چې د ممبیي انډينز په لوبډله کې د الراونډر په صفت لوبیږي.

یاده دې وي چې مخکې به د هندوستاني لوبغاړو ستاینې نورو خلکو کولې، خو اوس هندي لوبغاړي د افغان لوبغاړو ستاینه کوي.