ګڼ شمېر هندي لوبغاړو په هېوادوالو غږ کړی چې د ناچاره خلکو لاسنیوی وکړي

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر نامتو لوبغاړو په خپلو هېوادوالو غږ کړی چې په دې حساسو شرائطو کې د خپلو نل چاره هېوادوالو لاسینوی او ملاتړ وکړي.

د هند پخوانی پیاوړی او نامتو کرکټر سچن ټنډولکر د دوهم ځل لپاره هم د کرونا وایروس له ځپل شوو خلکوسره د مرستې اعلان وکړ.

سچن به د یوې میاشتې لپاره د ناچاره او بې وزله خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي، په دغه مرسته کې به شا وخوا ۵۰۰۰ خلکو سره دغه خوراکي توکي شریک شي. سچن به دغه مرسته د NGO Apnalaya له لارې د خلکو سره شریکه کړي.

هغه په خپلو شتمنو هیوادوالو غږ کړی چې له اړمنو خلکو سره پر دغه حساس وخت کې د خپل وس مطابق مرسته وکړي.

تراوسه د مهارشترا ایالت ترډېره د کرونا وایروس ښکار شوی او ډېری قربانیان له دغې سېمې څخه دي. یاده دې وي چې په هندوستان هيواد کې ټولو کرکټ لوبغاړو همدا شان د فلمي نړۍ څخه مشهورو اکټرانو او تجارانو د خپلو خلکو سره مرستې کړي دي.