اجینکا ریهاني: یو وخت دومره ناچاره وو چې د ریکشې کرایه مو هم نه درلوده

 ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپ وهونکی د کرکټ په نړۍ  کې ډېره بده کېسه لري. اجینکا ریهاني په خپله وروستۍ مرکه کې په تېر ژوند رڼا واچوله.

نوموړي وویل: ((زما کورنۍ ډېره بې وزله وه، مونږ به اوو ورځو کې یو ځل په ریکشه کې تلو، زما مور به زما لپاره یو کیلو ميټر پلی مزل کاوه؛ ځکه مونږ دومره پیسې نه درلودې چې ځان ته پري ريکشه واخلو، کله کله به ما او مور مې دومره مزل وکړ چې زه به ډېر ستړې شوم، ورور به مې ورته وویل چې باید یو څه واخلو ترڅو پکې مونږ مزل وکړو، هغه به ډېره خاموشه شوه او هیڅ به یې نه ویل، زما مور به یوه کڅوړه ګرځوله چې په هغې کې به مو ډېر وخت خیرات راټولاوه، ما کرکټ په ډومبیولي کې شروغ کړ او پلار او کورنۍ مې تشویق کولم، زه ډېر وخت له دي امله له لوبډلې پاتې کیږم؛ ځکه زه باید د خپلې کورنۍ ډېر خیال وساتم. ))

ریهاني د استرالیا، نیوزیلنډ،او انګلستان خلاف په ټيسټ کرکټ کې سلېزې لري.

ريهاني زیاته کړه:

(( زه ټولې هغه قربانۍ په یاد لرم چې کومې مې زما لپاره کورنۍ کړې دي، هغوۍ به زه کرکټ ته بوتلم او زما په کارونو کې هیڅ مداخله نده کړې. اجینکا ریهاني، په ۱۹۸۸ م کال کې د جون په شپږمه نېټه د هندوستان په سنګمینر ، مهاراشترا سېمه کې زیږدلی.اوس مهال ۳۱ کاله عمر لري.

نوموړي لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۳ م کال کې ترسره کړه.او لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۱ م کال کې د هندوستان په ګټه وکړه. هغه په تجارتي سیالیو کې هم لوبیدلی دی چې له ډلې یې د ممبیي انډينز، راجستان رایلز او همپاشاېر لوبډلو سره په تجارتي لیګونو کې هم لیدل شوې دی.