د کرکټ نامتو ستوري یو وخت د موټر کرایه نه لرله

ژباړه فضل رحیم (رحیمي)

د نړۍ نامتو کرکټراو شتمن لوبغاړی سچن ټنډولکر وایي، هغه وخت چې د هند په (۱۵) لوبډله کې لوبیدم له میدان څخه کور ته د تللولپاره مې  د ټکسي کرایه نه درلوده.

ليټل ماسټرسچن ټنډولکر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په (۱۲) کلنۍ کې د ممبي (۱۹) کلنې لوبډلۍ لپاره انتخاب شو او له هغه ځایه یې یوازې دومره پیسې ترلاسه کړې چې پونې ښار ته د لوبو لپاره لاړشي او ډېر ورته خوښ هم و ځکه چې په پونې ښار کې یې لوبه کوله.

د هند دغه نامتو لوبغاړی زیاتوي، د پوني په دریو لومړیو لوبو کې د څلورمنډو له جوړولو ورورسته اوټ شو او په چیغو- چیغو ډریسنګ روم ته لاړ او له هغه ورورسته کیپتان ورته د لوبې بله موقع ورنه کړه.

ټندولکر وایي، د دغو لوبو دلړ کې سخت باران هم اورېده چې لوبې کولو ته هیڅ وخت بیا پیدا نشو او لوبڅارانو لوبه ودروله.

دی زیاتوي«ورورسته موږ د فلم د لیدو لپاره ښار ته لاړو او هلته مې خپلی ټولې پیسې خلاصې کړې چې ورورسته بیرته ممبی ته د راتلولپاره راسره د کرایې پیسې نه وې.»

ټنډولکر وايي چې د ممبی د اورګاډي سټیشن ته رسیدو ورورسته تر شیوا پارک پورې پلی لاړ ځکه هغه مهال له ده سره یوه روپۍ هم نه وه.

انډین ماسټربیټسمن په خندا رسنیو ته وویل«که هغه وخت له ما سره موبایل وای نو ما به خپلې کورنۍ ته زنګ وهلی وای خو هغه مهال دا ټکنالوژي نه وه. »

د هند دغه پخواني لوبغاړی وایی چې د (۱۹۹۲) په کرکټ لوبه کې د نوی تکنالوژۍ په راتګ د دریم لوبڅار د پریکړې ښکار هم دی شو. دی وایي ځینې وخت تکنالوژي هم د چا په حق کې نه وي.

سچن ټنډولکر د کرکټ په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی دی چې د کرکټ په لوبه کې یې (۵۰۰۰۰) منډي جوړې کړي دي؛ یعنې تراوسه پورې دومره ډېرې منډې بل چا نه دي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *