د سریلانکا نامتو لوبغاړی سنګارکار له کرکټ سره خدای پاماني کوي

د سریلانکا نامتو او افسانوي کرکټر کمارا سنګارکار له فرسټ کلاس کرکټ څخه هم د استعفا اعلان وکړ.

 سنګاکارا وایي چې په سپټمبر میاشت کې د انگلش کاﺅنټی چیمپئن شپ (اتلولۍ) له خلاصېدو ورورسته به له فرسټ کلاس کرکټ سره هم خدای پاماني وکړي.

نوموړی زیاتوي چې اوس هم پخپل ځان کې د یوښه کرکټر وړتیاوې ویني خو غواړي چې په ښه فوم کې له کرکټ سره ملګرتیا پریږدي.

چپ لاسی بیټسمسن سنګاکارا وایي«حوښ یم چې هرډول کرکټ مې وکړ، خو له دې ورورسته غواړم خپل زیات وخت خپلې کورنۍ ته ورکړم.»

۳۹ کلن لوبغاړي په ۱۳۴ ټیسټ لوبوکې (۱۲۴۰۰) منډې کړي او ترڅنګ یې ۵۲ نيمه سليزو او ۳۸ سليزې هم جوړې کړي دی.

سنګاکارا په ټیسټ کرکټ کې تر ټولو ډېرو منډو جوړونکو بیټسمینانو په کتار کې پنځم مقام لري.

نوموړی ۴۰۴ یو ورځینیو لوبو کې هم ګډون کړي چې په کې یی ۹۳ نیمه سليزې ۲۵ سلیزې او ټولټال (۱۴۲۳۴) منډې جوړکړي دي.

سنګاکارا په ۲۰۱۴ شل اوريز نړیوال جام کې هم شامل و چې د د جام په ګتلو کې یې د سریلانکا په لوبډله کې کليدي رول ادا کړ.

فضل رحیم رحیمي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *