پاکستانی الراونډر عبدارلزاق له کرکټ سره خدای پاماني کوي

 فضل رحیم رحیمي – د پاکستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم له کرکټ سره خدای پاماني اعلان کړه.

عبدالرزاق له رسنيوسره په خبرو کې ویلي دي چې «هر لوبغاړی یوه نه یوه ورځ له لوبو سره د پریکون اعلان کوي، او زما لپاره دا ښه وخت دی څو له کرکټ سره ملګرتیا پریږدم.»

دغه الراونډر لوبغاړي زیاته کړه، له تېرو څلورو کلونو څخه په لوبډله کې د لویدو موقع په لاس نده راغلې نو اوس زما لپاره به ډيرمشکله وي څو بیرته لوبډلې ته راستون شم.

عبدالرزاق زیاتوی چې دا پریکړه یې ځکه کړې چې د ده د وخت ټولو ملګرو شاهد افریدی، محمدیوسف، یونس خان او مصباح الخق  د کرکټ له نړۍ سره خدای پاماني کړې ده.

پخوانی الراوندر وایي حقیقت دا دی چې نور د ده د نړیوال کرکټ کولو وخت پای ته رسیدلی دی.

نوموړي دا هم وویل چې له کرکټ بورد او سیاست څخه دومره زړه توری شوی و چې له لوبډلې لرې کیدو ورورسته یې بیرته راتلو ته هیڅ زحمت ونکړ او که په لوبو کې یې خواري کړې وای نو هرومرو به لوبډلې ته بیرته راستون شوی و.

عبدالرزاق دا هم وویل چې د هر لوبغاړي دا ارمان وي چې په ښه شان سره له لوبو رخصت شي.

نوموړی دې خبرې ته هم اشاره وکړه که چېری پاکستان کرکټ بورډ ورورستي ځل لپاره په یوه نړیواله لوبه کې چانس راکړي نو په خوښۍ به له لوبې ورورسته د تقاعد اعلان وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *