ــــ تاند
د پاکستان او افریقا ترمنځ په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هغه وخت سرفراز احمد د افریقاې لوبغاړې پلیکوایو ته ردې بدې وویلې، چې پاکستان د ۲۰۴ سکور هدف وروسته د جنوبي افریقا ۵ لوبغاړې په ۸۰ منډو سوځولې وو.

له دې وروسته د وینډر ډیسن د ۸۰ ناسوځیدلو او پلیکوایو د ۶۹  ناسوځیدلو منډو وروسته افریقا دبریا په وخت کې سرفراز خپله غوسه کنترول نشوه کړلی. د کرکټ نړیوالې شورا نوموړی د ۵  یو ورځنۍ سیالېو له بند سره مخ کړ؛ د نوموړي په بند کې ۳ سیالۍ د افریقا خلاف راځي او وروستۍ  دوه سیالۍ د  ۲۰۱۹ د نړیوال جام دي چې پاکستانی لوبډلمشر سرفراز احمد به یې ونه لوبوي.